کندهار:دولتي ادارې عینو میني ته انتقالیږي

اسدالله زړه سواند | جولای 12th, 2014


افکو کمپنۍ د کندهار د دولتي ادارو لپاره ۲۸۰ جریبه مځکه ورکړل
په کندهار کي د افکو په نوم ساختماني کمپنۍ په عینو مېنه کي د دولتي ادارو لپاره ۲۸۰ جریبه مځکه ورکړل
چارواکي هیله لري، چي د یوه کال په موده کي به هلته ټولي دولتي ادارې خپلي ودانۍ جوړې کړي.
د یادې ۲۸۰ جريبي مځکي د اسنادو د ترلاسه کولو پر مهال کندهار والي ډاکټر توریالي ویسا دغه کړنه د پرمختګ یو ګام یاد کړ.
هغه زیاته کړه، چې د ښار د نفوس د زیاتوالي سره د دولتي ادارو تشکیلات هم زیات سوي او په یوې پراخي ساحه کي يې یو ځای کول اړین وه.
دده په وينا، چې دغه مرسته ورسره د افکو کمپنۍ کړې ده، چې د یوه کال په موده کي به د ولایت مقام په ګډون ټولي دولتي ادارې همدې ځاي ته انتقال سی.
کندهار ښاروال محمد عمر عمر وويل، چې په دې سره به د خلکو هغه ستونزي له منځه ولاړي سي، چې مخکې يې د ادارو د ليري واټن سره درلودې.
هغه زیاته کړه، چې د ادارې ساحې ترڅنګ، د قونسلګریو لپاره د یپلوماتیکه ساحه او د کندهار پوهنتون لپاره مځکه هم ورکړل سوې ده.
ياده مځکه ، چي ۲۸۰ جريبه ټاکل سوې د ولايت مقام په شمول به د ۴۱ رياستونو او امريتونو لپاره ورباندي ودانۍ جوړيږي ، چي خلګ يې په اړه خوښي ښيې او دخپلو کارونو د اسانتيالپاره يې يو ښه ګام بولي .

Copyright Larawbar 2007-2024