کندهار:وسلوالو پر سرحدي پوستو برید کړی
کندهار کي پر سرحدي پوستو ۲۰۰ وسله والو جنګیالو برید کړی دی
د کندهار سیمه ايز چارواکي وايي، چي د ډیورنډ کرښي د هاغاړي څخه سلګونو وسله والو مخالفینو پر افغان سرحدي پوستو برید کړی دی.
دا بریدونه په داسي مهال کېږي، چي د تېرې چهارشنبې په ورځ ۲۲ ځانمرګيو برید کوونکو دوه ساعته پر ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ جګړه وکړل او پر مهال يې ۲۶ ملکي او امنيتی کسانو ته مرګ ژوبله واړول.
ویل کېږي، چي وسله والو مخالفینو د خپل غچ اخیستلو لپاره د کندهار پر سرحدي ولسوالۍ ښوراوک برید کړی دی.
دغه برید تېره شپه لس بجې د ښوراوک ولسوالۍ د چولۍ پر میګي سرحدي پوسته ترسره سوی دی.
د ښوراوک ولسوال عبدالنافع بړېڅ وايي، چي په جګړه کي تر ۲۰۰ زیاتو وسله والو برخه اخیستې وه، چي په سپکو او درنو وسلو سمبال وه.
هغه زياته کړه، چي د سرحدي پولیسو او مخالفینو تر منځ د څو ساعته جګړې پر مهال اته وسله وال مخالفین وژل سوي او درې سرحدي پولیس ټپيان او دوه نور نادرکه دي.
ولسوال وايي، چي اوس په سیمه کي د نورو سرحدي پولیسو په مټ حالت کابو سوي او جنګيالي تر کرښې ها خوا ته نوشکي ته تښتېدلي دي.
دده خبره، چي اوس په سیمه کي چانیز عملیات روان دي، ترڅو ورک سوي سرتېري پیداکړي.
ښوراوک د ډیورنډ کرښي سره ۷۶ کېلو متره پوله لري، چي په مسير کي يې د سرحدي پولیسو دوه کنډونه فعالیت لري.
دغه سیمه هره شپه د وسله والو مخالفینو د بریدونو ښکار وي او د جګړې وروسته مخالفین په ښکار د کرښي ها غاړي ته اړوي.
افغان چارواکي وايي، چي په وار – وار يې د مخالفینو د ښکار را اوښتو څخه پاکستان ته شکایت کړی دی، خو هغوي يې د مخنيوي پر ځای ملاتړ کوي.