زابل: دملي پولیسو دوژل شویو سرتیرو دکورنیو سره مرسته

احمد ولي سرحدي | جولای 13th, 2014


د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخی روغ لیونی وايي چې دغه مرستې يې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وزیر په لارښوونه پيل کړې ده چې پکی بیلابیل خوراکی شامل دی
نوموړی وایي چې دغه توکي د پولیسو د وژل شویو پولیسو هغو کورنیو ته ورکول کیږي چې د زابل ولایت اوسیدونکي و او په تیرو دریو کلونو کې د امنیتي وظیفو پر مهال وژل شوي دي
روغ لیونی وايي چې پدغو خوراکی توکیو کې اوړه، غوړي، لوبیا، او نور خوراکی توکي شامل دی
نوموړی وايي چې دغه خوراکی توکی د روژې مبارکې میاشتی د رارسیدو په خاطر دغو کورنیو ته ورکول کیږي ځکه روژه د سولي او برکت میاشت ده او باید چې له اړه خلکو سره پکي مرسته وشي
امنیه قوماندان وویل چې د دوي مرستي به له اړو کسانو سره دوام پیداکړی او له نورو شتمنو یې هم غوښتنه وکړه چې باید د خلکو د ستونزو ته پام وکړی
پر همدې مهال د وژل شویو امنیتي سرتیرو د کورنیو غړو له حکومت څخه مننه وکړه چې ورسره یې مرسته وکړه
دوي وايي ویاړ کوي چې د کورنۍ غړیو یې د هیواد د ساتنې لپاره خپل ژوندی قربان کړی او دا چې حکومت لا هم له دوي سره خواخوږي ښيي نو دوي ورته کور ودانی وایی

د زابل د امنیې قوماندانۍ له لوري په داسی حال کې د وژل شویو امنیتي افسرانو له کورنیو سره مرسته کوی چې اوس هم پدې ولایت کې په امنیتې پيښو کې امنیتي سرتیری خپل ژوند له لاسه ورکوی

Copyright Larawbar 2007-2024