د کاندیدانو تر منځ سوې موافقه افشاء سوه
د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله مرستیال د کاندایدانو او جان کیري ترمنځ د سوي موافقې څخه پرده پورته کړل
محمد محقیق د ډاکتر عبدالله دوهم مرستیال له بي بي سي سره په خبرو کي د کاندیدانو او جان کیري تر منځ د ملي حکومت د تشکیل په اړه پرده پورته کوي او وایې،چي ملي حکومت په دې معني دئ ،هر کاندید ،چي په ټاکنو کي بریالی سوو هغه به رئیس جمهور وي او ناکام کاندید به د اجرایي رئیس په توګه ټاکل کیږي
د محقیق په خبره دا پریکړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري او په کابل کي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په منځګړيتوب سوې ده.
هغه وايې ددې طرح پر اساس به تر دو کالو وروسته په اساسي قانون کي بدلون راځي او د اجرایی ریاست به په صدر اعظمي بدل سي.
خو د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز کمپیان ویاند فیض الله ذکي دا خبري نه هم تائید او نه هم ردکړې،خو زیاتوي،چي نا کام کاندید ته به په حکومت کي ځای ورکړي.
دا په داسي حال کي ده ،چي د ټاکنیزو ناندریو د پای ته رسولو په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته راغي او د ۲۴ساعتو په ترڅ کي يې دواړه کاندیدان دې موافقې ته ورسول ،چي ټولي رای به له سره شمېرل کیږي، او یو ملي حکومت به جوړیږي.