کندهاریانو د پارلمان د نوي قانون په اړه لاریون وکړ

اسدالله زړه سواند | جولای 14th, 2014


د ولسي جرګې لخوا د وکیلانو لپاره د اضافي امتیاز د ورکړي قانون تر تصویبېدو وروسته د خلګو غبرګنونه راپارولي دي

د کندهار ځوانانو دوشنبې په ورځ د یو لاریون په ترڅ کي د وکالت د مودې وروسته د امتیازاتو د ورکړي له قانون سره مخالفت وښودۍ او د پارلمان دا کار يې په سختو ټکو وغندی

دا لاریون نن په کابل د کندهاري ځوانانو لخوا په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو د استازي حمیدي یوسفي په مشري ترسره سوو

د دغه لاریون پر مهال بي بي حمیدي او د هغې پلویانو پر ولسمشر حامدکرزي ږغ وکړ، چي د وکیلانو لپاره د اضافي امتیاز د غوښتني قانون دي نه توشیح کوي.

دغه کسان وايې ملت له بیلابیلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي ،خو وکیلان د خپلو ګټو په خاطر د ځان لپاره نوي قوانین جوړوي

تر دې وړاندي رمضان بشردوست هم د امتیاز غوښتني له دې طرحي سره مخالفت ښودلی وو

Copyright Larawbar 2007-2024