دهلمند دوه لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه سوي
د هلمند دوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د سنګين د جګړې د دوام له امله ګوښه سول
د هلمند څخه ورکړل سوي راپورونه وايي، چي ددغه ولایت امنیه قوماندان سمونوال عبدالقيوم باقی زوی او د امنیت امر نصرالله ګرمسير د سنګين د جګړې د دوام له امله له دندي ګوښه سوي دی.
د کورنیو چارو وزارت ددغه خبر پخلی کړی دی، خو د هغوي د لیري کېدو لامل يې نه دي ویلی.
خو د هلمند سیمه ایز چارواکي وايي، یاد چارواکي ځکه له دندو ګوښه سوي، چي ګواکي دوي په سنګين کي د وسله والو مخالفینو په وړاندي رښتني اقدامات نه دی کړی.
ویل کېږي، چي د کورنیو چارو وزارت په امر جمعه ګل همت د امنیه قوماندان او باچا ګل بختیاري د امنیت د امر په توګه ټاکل سوي دی.
عبدالقیوم باقي زوی تر دې وړاندې د خوست امنیه قوماندان وو، چي وروسته د عبدالنبي الهام پر ځای راغلی وو.
څلور اوونې وړاندي تر ۸۰۰ زیاتو وسله والو مخالفینو د هلمند پر څلورو شمالي ولسوالیو برید وکړ، چي له امله يې تر ۶۰۰ زیات ملکي وګړي او امنيتی سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه جګړه دومره وغځېدل، چي تر اوسه هم دوام لری.