زابل: پر۴۰۰ بې وزلو کورنیو دخوراکي توکو مرسته وشول
په زابل ولایت کې د اسلامیک ریلیف په نوم د یوې نړیوالې موسیسې ولایتي مسوول عبدالمقیم حلیمي وايي چې په دغه مرسته کې پنځه ډول بیلابیل خوراکي توکي شامل دی چې نن یې د وېش بهیر پيل شو ه.
نوموړی وایي د اسلامیک ریلیف موسیسی له خوا چې یوه نړیواله اداره ده په زابل کې د روژې د مبارکې میاشت د رارسیدو په خاطر له اړو کسانو سره د مرستو پروګرام پيل کړی او ۴۰۰ کورنیو ته به مرسته ورکړي
دده په خبره چې په مرسته کې اوړه ، غوړی، لوبیا، بوره او رویجی شامل دی چې کولی شی د اړو کسانو ستونزي تریوه حده راکمی کړی
حلیمی زیاتوی چې د مرستې تر پیل وړاندي د دوي له لوري یوه دقیقه سروې ترسره شوی او پر مهال یې اړه کسان پيژندل شوي.
عبدالمقیم حلیمی وايي چې موسیسه یې په نژدي راتلونکي کې پلان لري چې د نورو کسانو سره هم ورته مرستی وکړی.
پر همدې مهال یو شمیر هغه کسان چې یاد خوراکی توکي يې تر لاسه کړی خوشاله دی او وایی چې ورسره لویه اقتصادی مرسته ده دوي همدارنګه غوښتنه کوي چې باید نوري مرستندویه اداری او دولت هم د روژې په میاشت کې له خلکو سره مرستي وکړي .
اسلامیک ریلیف په داسی حال کې له اړو کسانو سره مرستی کوی چې تر دې وړاندي امنیې قوماندانۍ هم د وژل شویو امنیتي سرتیرو له کورنیو سره مرسته کړې وه .