کور / هراړخیز / پر مځکه دپردي موجوداتو نښي: د مايا تمدن – دوهمه برخه

پر مځکه دپردي موجوداتو نښي: د مايا تمدن – دوهمه برخه

دنورو سیارو موجودات   –   پر مځکه دپردي موجوداتو
نښې 
 د مایا تمدن



په امریکا کې د هسپانویانو له ورتګه مخکې، د سور پوستکو یوه ستر کام چې مایا
نومید ژوند کاوه ،هغه ډېر ستر تمدن لره ،چې په تاریخ کې د مایاد تمدن په نوم شهرت
لري.
ویل کیږي  دمایا خلک  د مي سي سي پي  له سیند څخه دې سیمو
ته راغلي دي . لرغون پیژندونکي  وایي  دهغو نژاد دامریکا له شما 
لي سیمو دلته راغلی،  چې امپراطوران یې بالام کوئیچ ، بالام ایاب ، بالام
ایکوبی… وو.
پروفیسر “اریک فون دنیکن”وایي دمایا دکام دکلنۍ (جنتری) په اساس،
ددې کلنۍاخیر دی،په هغه   کې  راغلي: مځکې ته نور خدایان راځي ان د
یو نوم هم راغلي «بالان جوکته» چې د پوهې او علم رب النوع دی  هغه د نورو
خدایانو په مشري مځکې ته راځي.
 د مایا له تاریخ څخه  څلور زره کاله
تیریږي،
دهغو دکلنۍ «جنتري) تاریخ  له ( ۱۱) آگست،۳۱۱۴ مخکې له میلاده پیل
کیږي، چې هغه وخت  لا مایا شتون نه لر؛ نودا تاریخ له څه  پیل کیږي ؟
مالوم نه دی.دهغو کلنۍ( ۲۶۰) ورځي د مذهبي کال او( ۳۶۰) ورځي دلمریز کال په حساب
لري .



 مایا کام د  ریاضیاتو اود  ستورو پيژندولو ماهران وه ،په «چیکن
ایتزا»( ښار) کې یې  یوه رصد خونه هم لرله.
 دهغوپه کلاوو اواهرامو
کې فضایي عجب شکلونه لیدل کیږي. هغوی زره کاله مخکې له میلاده د ګواتیمالا دهیواد
په  «پیتن»کې  میښت وه ،چې ( ۵۸) میلادي کال کې یې شمالي سیمو ته مهاجرت
کړی دی، بیا مکزیک ، هندوراس اومرکزي امریکا ته تللي دي  .هلته بیا هغو خپلې
حاصلخیزي مځکې خوشي کړ ي دي او(یوکاتان) ته تللي دي او هلته یې یوه رصد خونه 
هم جوړکړې ده ،هلته یې  یومذهبي  ښارد” تیکالا” په نامه او دکسمال ،چیکن
ایتزا ښارونه جوړ کړل .
په مایا کې دموټرو سړکان چې هغه وخت موټر اصلاً اختراع
سوی نه و، لیدل کیږي.
 په  کال (۱۸۵۳  م)په یو هرم 
کې  یوه لوحه وموندل سول چې د لمر  سپوږمۍ او زهری سیارې شکلونه په کښې
کیندل سوي وه.هلته یوسور تابوت پیدا سو  ،چې ( ۱۷۰سانتي متر )  اوږد
اودننه یې  د«یشم  »یوه ډکه  صندوقچه  وه.
په یوه لوحه کې
لیکلي وه :
« او خدایان له آسمانه راغله او زموږ څخه یې د ناستي ځای غوښت او د
خپلې موخې ته درسیدو لو لپاره يې زما کام ته د نجوم علم  او ریاضي وبښل او
موعده ورځ راورسیده هغوی له آسمانه راغله او زما ډیر له کامونو څخه  یې له
ځانه سره یووړه او یوازې زه پوهیږم»
له دې مالومیږي دلته فضایي موجوداتو تګ
راتګ کوه.
په کال ( ۲۰۱۱م) کې د مایاپه  یو معبد کې ډیري ډبرې او
کودرکي  پیدا سوې، چې په هغه کې سفینه ،بهرنۍ صنایع او لوی سترګی ایلین لیدل
کیږي. په هغه لاس ته راغلو اثارو کې داسې شکلونه هم لیدل کیږي، چې  په انسان
اړه  نه لري .






 دډبرو یوه  مجسمه چې یو فضانورد ښیي،چې د ګواتیمالا
په  هیواد کې پیدا سوې ده ،چې د آسماني خلکو  په نامه مشهور ه ده.



په مرکزی امریکا کې  د یوه ډبرینه بهرنۍ کتیبه موندل سوې ده
،چې یو فضارنور ښيي، چې په مایا اړه لري او په مکزیک کې رابرسیره سوې ده ،دهغه
فضارنور ټول وسایل لیدل کیږي ،چې( ۲۵۰ تر ۹۰۰ )کاله  میلادي کې کیندل سوې ده
.



دمایا په لرغونو متونو کې لیکل سوي دي، چې بهر نیان هغو ته ویلي
دي ،چې  موږ انسانان نه یو ؛خو تر انسان څخه لرغوني یو.