کابل:پر هوایی ډګر ډله ایز برید سوی
د کابل پر نړیوال هوايي ډګر وسلوالو ډله ایز ځانمرګي بریدونه روان دي
دغه بریدونه ،چي سهار ۴بجې پیل سوي تر اوسه (۸:۰۰) هم روان دې، چي د سپکو ډزو تر څنګ د چاودنو ږغ هم اورېدل سوي دئ
وسلوالو د کابل هوایی ډکر شمال لور ته قصبې نومې سیمه کي په یوه نیمه جوړه سوې ودانۍ کي ځانونه ځای پر ځای کړي او پر هوایي ډګر ډزي کوي.
چارواکي وايې د برید په پایله کي دوه ځانمرکي بریګر وژل سوي،خو د نور لا هم په جګړه بوخت دئ
تر اوسه د وسلوالو شمېر او د کره مرګ ژوبلي په اړه معلومات ندي ورکول سوي
وسلوالو طالبانو د برید مسئولیت په غاړه اخیستي