کابل:پر هوایی ډګر برید پای ته ورسېد
د کابل پر نړیوال هوايي ډګر وسلوالو ډله ایز ځانمرګي بریدونه سوي
دغه بریدونه ،چي سهار ۴بجې پیل سوي تر ۹بچو روان وو، چي د سپکو ډزو تر څنګ د چاودنو ږغ هم اورېدل سوي دئ
وسلوالو د کابل هوایی ډکر شمال لور ته قصبې نومې سیمه کي په یوه نیمه جوړه سوې ودانۍ کي ځانونه ځای پر ځای کړي او پر هوایي ډګر يې ډزي کولې.
چارواکي وايې د برید په پایله کي څلور بریدګر وژل سوي،چي نه هم افغان ځواکونو او نه هم ملکي وګړو ته کوم زیان اوښتي دئ
د چارواکو په خبره،چي سیمه د پولیسو تر کنټرول لاندي ده او په خبره يې چي نړیوال هوایی ډګر ته هم هیڅ زیان ندي اوښتي
تر اوسه د وسلوالو شمېر او د کره مرګ ژوبلي په اړه معلومات ندي ورکول سوي
وسلوالو طالبانو د برید مسئولیت په غاړه اخیستي