کور / رسنۍ / ۱۸ اسراییلی پوځیان ووژل سول

۱۸ اسراییلی پوځیان ووژل سول

بي بي سي او نور نړیوال خبري آژانسونه راپور ورکوی چی د فلسطین پر غزه باندی د اسراییلو د هوایی ، زمینی او بحري مسلسلو حملو په نتیجه کی تر اوسه ۴۳۵ فلسطینیان وژل سوي دي چی په دغو کی ۱۲۰ ماشومان او ۴۰ هم ښځی دي .

بلخوا ، حماس اعلان وکړ چی پرون یې د یو غافلګیره کمین په نتیجه کی څوارلس اسراییلی پوځیان ووژل ، خو اسراییلو د خپلو ۱۳ پوځیانو وژل نن ومنل .

اسراییل وایی چی تر اوسه زموږ ۱۸ پوځیان او دوه ملکي کسان د حماس لخوا وژل سوي دي او څه باندی ۸۰ پوځیان هم زخمیان دي چی د ځینو روغتیایی حالت خراب دی .

دا په ۲۰۰۶ کی په لبنان کی د حزب الله سره تر جګړې وروسته د اسراییلي پوځ تر ټولو ستر تلفات دي . حماس وایی چی موږ به د فلسطین په دننه کی خپل مقاومت او چریکی حملو ته دوام ورکوو .