کور / رسنۍ / یو اسراییلی عسکر ژوندی ونیول سو

یو اسراییلی عسکر ژوندی ونیول سو

واشنګټن پوسټ اخبار په خپل تازه خبر کی لیکی چی د حماس مبارزینو نن په غزه کی پر اسراییلی پوځیانو د حملې په ترڅ کی یو اسراییلی پوځي ژوندی ونیوئ او د هغه نوم ، عسکری نمبر او عکس یې رسنیو ته ښکاره کړ . دا پوځی شاوول اروون نومیږی . په دې مناسبت د غزې په مختلفو سیمو کی د الله اکبر نارې خپرې وې او د حماس په ملاتړ شعارونه ورکول کېدل . دا د حماس لپاره ډیر ستر بری ګڼل کیږی .

همدا راز ، بي بي سي او نور نړیوال خبري آژانسونه راپور ورکوی چی د فلسطین پر غزه باندی د اسراییلو د هوایی ، زمینی او بحري مسلسلو حملو په نتیجه کی تر اوسه ۴۳۵ فلسطینیان وژل سوي دي چی په دغو کی ۱۲۰ ماشومان او ۴۰ هم ښځی دي .

بلخوا ، حماس اعلان وکړ چی پرون یې د یو غافلګیره کمین په نتیجه کی څوارلس اسراییلی پوځیان ووژل ، خو اسراییلو د خپلو ۱۳ پوځیانو وژل نن ومنل .

اسراییل وایی چی تر اوسه زموږ ۱۸ پوځیان او دوه ملکي کسان د حماس لخوا وژل سوي دي او څه باندی ۸۰ پوځیان هم زخمیان دي چی د ځینو روغتیایی حالت خراب دی .

دا په ۲۰۰۶ کی په لبنان کی د حزب الله سره تر جګړې وروسته د اسراییلي پوځ تر ټولو ستر تلفات دي . حماس وایی چی موږ به د فلسطین په دننه کی خپل مقاومت او چریکی حملو ته دوام ورکوو.