زابل:خبریالانو د خپلو ستونزو د حل په موخه هڅي پیل کړي

اسدالله زړه سواند | جولای 26th, 2014


په زابل ولایت کې د ژورنالستانو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره ددې ولایت د رسنیو د مرکز لپاره ټاکنې ترسره شوې چې ددې ولایت د بیلابیلو رسنیو استازو پکې برخه اخیستې وه

دغه ټاکنې ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې ترسره شوې او د دغه ریاست د رییس په خبره چې موخه یې د زابل د ژورنالستانو تر منځ د همږغۍ رامنځ ته کول او د دوي د ستونزو له منځه وړل دي

د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالمقیم افغان وایی چې د زابل ژورنالستان د نورو ولایتونو په پرتله له زیاتو ستونزو سره مخ و چې لامل يې پدې ولایت کې د ژورنالستانو د حقوقو د دفاع لپاره د یوې سالمې رهبري نشتوالی و

نوموړی وایي چې په ننیو ټاکنو کې ژورنالستانو د ازادو ټاکنو له لاري د زابل د رسنیو د مرکز لپاره مشر، مرستیال او منشي وټاکل

د اطلاعاتو او کلتور رییس زیاتوي چې د ریاست ټول امکانات به له خبریالانو سره شریکوي او ورسره مرسته به کوي.

پر همدې مهال د زابل یو شمیر خبریالان له ترسره شویو ټاکنو څخه خوښي ښيي او وایي چې هیله من دې چې ستونزې به یې ورسره هواري شي

د ترسره شویو ټاکنو په پایله کې ټاکل شوی رییس احمدولی سرحدی وایي چې د خبریالانو له حقوقو څخه د دفاع لپاره به ټولې هڅي وکړي تر څو موجودي ستونزي له منځه یوسي

په زابل کې د افغان ځواک ویبپاڼې خبریال عبدالقیوم عاجز وايي چې په تېرو څو کلونو کې په زابل کې خبریالانو په خپل منځ کې همږغي نه درلوده

نوموړي د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه مننه وکړه چې ژورنالستانو ته یې ددې زمینه برابره کړه چې خپل منځي ستونزي هواري کړی او سره همږغی شي.

د زابل د اطلاعاتو او کلتور د ریاست مسوولین او د خبري رسنیو استازي پر همداسی مهال د همږغۍ او له خپلو حقوقو څخه د دفاع لپاره د هڅو خبر ورکوي چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ژورنالستان له مخ پر زیاتیدونکو ستونزو سره لاس او ګریوان دي

Copyright Larawbar 2007-2024