د کندهار امنيه قوماندان د رېګستان جګړې ته رسېدلی دی

اسدالله زړه سواند | جولای 26th, 2014


د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د رېګستان ولسوالۍ د جګړې د کابو کولو لپاره تېره شپه هلته رسېدلی او اوس يې د تصفيې عمليات پيل کړي.

دا جګړه تېره ورځ سهار د لسګونو وسله والو لخوا پر رېګستان ولسوالۍ د بريد وروسته پيل سول او تر دې دمه روانه ده.

ويل کيږي، چي وسله وال د ډيورنډ کرښي د ها غاړي څخه راغلي او د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق تر رسېدو مخکي ولسوالۍ نيول کېدو ته نژدې سوي وه.

په همدې مهال د رېګستان ولسوال حاجی یار محمد وايي، چي د وسله والو د برید په پایله کي ددې ولسوالۍ امنیه قوماندان بسم الله خان وژل سوی دی.

قوماندان بسم الله خان تر دې وړاندي د ژړۍ او پنجوايي ولسواليو د امنیه قوماندان په توګه کلونه – کلونه دنده ترسره کړې.

تر اوسه ددې جګړه په اړه رښتني او دقيق معلومات نه سته، ځيني سرچينې دغه جګړه د قوماندان بسم الله او سرحدي پولیسو تر منځ بولي، خو ځيني بيا پکښي وسله وال ښکېل بولي.

د کندهار د والی وياند دواخان مينه پال وايي، چي د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له لوري جګړه کابو کېدونکې ده.

هغه مهال، چي د کندهار په رېګستان لسوالي د لسګونو وسله والو برید روان و، پولیسو د هوايي ځواک څخه مرسته غوښتې وه.

دغه ولسوالۍ د ډیورنډ کرښي سره شاوخوا ۴۰ کېلو متره پوله لري، چي مخکي هم پرې وسله والو بريدونه کول.

بلخوا وسله وال طالبان ادعا کوی، چي په ریګستان کي پیل سوې جګړه د پولیسو تر منځ ده .

ددغي ډلي ویاند قاری یوسف احمدی وایی، چي تېره ورځ مازيګر د ریګستان ولسوالۍ د امنیه قوماندان بسم الله او د کندهار د پولیسو د مشر قوماندان رازق د عسکرو تر منځ سخته جګړه سوې.

هغه ادعا کوی، چي دغه جګړه هغه مهال ونښته، چي سرحدی پولیسو پر قوماندان بسم الله تور ولګاوه، چي له طالبانو سره اړیکي لري.

په جګړه کي د قومندان بسم الله خوریی او ۱۳ ملی پولیس او دری سرحدی پولیس وژل سوي.

Copyright Larawbar 2007-2024