شاه وليكوټ او ميوند ولسوالی: ۷ تنه وسله وال وژل سوي

حاجی پوپل | اگست 1st, 2014


دكندهار ولايت په شاه وليكوټ او ميوند ولسواليو كې دجلا جلا پېښو په ترڅ كې ددولت اووه تنه وسله وا ل مخالفين وژل سوي او يو تن ټپي سوى دى .
لمړۍ پېښه نن سهار د شاه وليكوټ ولسوالۍ د ميرآبخورانو په سيمه كې رامينځ ته سوې د كندهار دامنيې قوماندانې وياند ضيا درانى وايي ددغه عملياتو په ترڅ كې چې دملي پوليسو له لوري په ياده سيمه كې ترسره سوي ددولت پنځه تنه وسله وا ل مخالفين وژل سوي او ددوى دوه چارج سوي موټرسايكلان ،دوې توغندې ، شپږ پټنځايونه ، درې زره و دوه سوه كېلو باروت ، اووه زره و دري پنځوس متره ثانيه سوز لين ، شپږ سوه واويا كړې بېلابېل ماينونه او دكشفي مخابرو يودېرش آنتنان هم دامنيتي ځواكونو لاس ته لويدلي . همداراز نن دغرمې پر دوولسو بجو ددولت وسله والو مخالفينو د ميوند ولسوالۍ دسالو كارېز په سيمه كې د محلي پوليسو پر يوه پوسته بريد كړى چې د سيميزو پوليسو له كلك غبرگون سره مخ او په پايله كې يې ددولت دوه وسله وا ل مخالفين وژل سوي او يو تن يې سخت ټپي سوى د ښاغلي دراني په وينا په دې دواړو پېښو كې امنيتي ځواكونو او ملكي وګړو ته هېڅ ډول زيا ن ندى اوښتى .

Copyright Larawbar 2007-2024