د نيشاپور شاهين ۱۱
دماښام دلمانځه وروسته اسماعیل دخپل کورڅخه د غوایانو ګاډې را روان کړ …..پخپله یی ځان داسې په وسلې سنبال کړ لکه دغوایانود ګاډي د چلولو په ځآې چې د جنګ ډګر ته روان وي . خپل وجودیی په زره کې را ونغاړه ، خپله توره او ډال یی په ښيي لورې کې را وځړول او په سر یی د اوسپنې خولۍ کیښوده . په ګاډي کې سپور شو او د سیوارام دکور په لور یی خپل ګاډې روان کړ .
باران اوس هم وریده . په دې خاطر دماښام په همغه لمړیو شیبو کې شپه تیاره شوې وه. خلک د ورځي دباران دپرلپسې اورخت او دیخنۍ له لاسه په خپلو کورنو کې خوندي ناست و . اسماعیل به چې کله خپلو غوایانو ته لښته خوځوله نو هغه دلویو لویو ښکرونو غوایانو به خپل ښکرونه او څټونه په زوره زوره یوې لورې ته غورځول اوپه تلو کې به یی بیړه کوله .
اسماعیل خپل ګاډې دسیوارام دکور تر مخه د ودراوه . په بیړه یی دخپل سره دپاسه د څرمني څادر راغبرګ کړ ، راښکته شو اومخته ورغې او دسیوارام دکور دړه یی ور وټکوله . لږه شیبه کې سیوارام دروازه پرانیسته ،اسماعیل ورته وویل :
« څنګه باپو ! هغه ددې ځایه تلونکې میلمانه تللو ته تیار دي ؟ هغوې ته زما د راتلو خبر ورکړه »
سیوارام ددروازې دواړه دړې پرانیستې او ورته یی وویل:« میلمانه خو تیار دي خو ته دننه راشه او کینه »
اسماعیل دننه ورننوت . اودسیوارام سره یو ځآي دهغې کمرې په لور ولاړ ،چیرې چې پشپال پروت و. ویی کتل چې هلته هغه زوړ مسلمان حکیم ابوبکر هم ناست دې ، اسماعیل ورمخته شواو د ابوبکر اوحمادسره یی روغبړ وکړ اودهمغوې تر څنګ کیناست ، دحماد څخه یی وپوښتل چې « تاسو به کله کوچ کوئ ؟»
حماد دپشپال په لور وکتل او ورته یی وویل « مونږ خو تیار یو »
اسماعیل راپورته شو « نو بیا راځئ ولې وخت ضایع کوئ »
حماد راپورته شو، اسماعیل وکتل چې حماد هم ډیر ښه جنګې کالي په ځان کړی دي .دخپل ټاټ د چپنې لاندې یی یوه درنه اوسپنیزه زره اغوستې ، په مټانو یی اوسپنیز بازو بندونه راتاو کړی په اوږو او سر یی هم د اوسپنې درانه خولونه پراته دي او دملا څخه یی درنه اوتیزه توره را ځنګیږي .
تر ټولو دمخه رتنا او وینا یوځاي د ګاډی په منځ کې د پشپال له پاره بستره هواره کړه ، هغه یی په بستره څملاوه او دپاسه یی پرې بړستن را واچوله ، تردې وخته پورې سیوارام هم دهغوې درې واړو آسونه د اخور څخه راپرانستې و او بیرون یی راوستل . آسونه یی دغوایانو دګاډی سره وتړل ، رتنا هم ګاډی ته ور وختله اودخپل ورور تر څنګ کیناسته .
ابوبکر دګادۍ څنګ ته راغې او و درید، درې لوې لوې څراغونه یی په لاسو کې نیولی و، حماد دخپل آس د زین سره تړلې لوی او دروند تبر ، ډال او ګرز درې واړه راپرانستل اواسماعیل ته یی ورکړل.
« دا شیان دخپل ګاډي په لمړۍ برخه کې کیږده .» اسماعیل درې واړه شیان راواخستل او سنبال یی کړل . اوپه ګآډۍ کې کیناست .
د ګاډۍ خیمه ډوله چت دڅرمني څخه جوړ کړل شوې و، څلورو خواو کې یی هم همغسې څرمني را تاوې شوې وې په دې خاطر دباران اوبه او څاڅکې دننه نه شو ور تلاې ، د ګآډۍ په لمړۍ برخه کې یوه ښکته پرته چجه جوړه شوې وه چې تر لاندې یی د ګاډۍ چلوونکې د بارانه خوندي پاته کیده .
ابوبکر داسماعیل خواته راغې او درې واړه چراغونه یی ورکړل او ورته یی وویل : « دکلي نه دوتلو سره سم یو چراغ روښانه کړه اوخپلو دندو ته دې سخت متوجه اوسه »
اسماعیل ورته خپله سینه تانده کړه او ورته یی وویل : « حکیم صیب ! ته اندیښنه مه کوه ، د رب په مهربانۍ سره به دوې ته هیڅ ډول تکلیف ونه رسیږي »
ابوبکر دحماد خواته راغې او غوښتل یی څه ووایی چې په دې وخت کې وینا په ژړا شوه . دحماد خواته راغله اوپه سلګیوسلګیو ژړا کي یی ورته وویل :
« وروره ! زه د یوه پست کورنجلۍ یم . تاته ماته دخور په ویلو عزت راکړ ، زه هیڅ ورور نه لرم ، ته لمړۍ کس یی چې ماته دې د خور په نوم غږ وکړ . ایا داسې هیله ولرم چې بیا به هم کله دغه ورور ددې خور په سر دمحبت لاس راکاږی . »
حماد ورمخته شو او دوینا په سر یی دشفقت اومحبت لاس راښکود او په ژړغوني اواز یی ورته وویل : « وینا…وینا! لکه څنګه چې ته ورور نه لرې دغسې زه هم خور نه لرم ، زه له تاسره ژمنه کوم چې زه به له تاسره هرو مرو تګ راتګ کوم .» بیا حماد ناڅاپه راتاو شو او د ګاډۍ د وروستۍ برخې څخه یی پرده پورته کړه اوپشپال ته یی وویل :
«پشپاله ! ستاکوم څلور دښمنان چې ما وژلې وو ، ما دهغوې څلورو واړو آسونه پلورلي دي ، ځکه چې په هغو آسونو ما حق درلود .دهغوې مالکان زما په لاسو وژل شوي و. خو ددې سره سره بیا هم زه له تاڅخه اجازه اخلم چې کومې پیسې چې د هغې آسونو دپلورلو څخه ماته تر لاسه شوي دي ایا هغه په کوم نیک کار کې خرڅ کولې شم ؟»
پشپال خپل سر راپورته کړ او ویی ویل : «حماده ! له ماڅخه په اجازې اخستلو ما شرمنده کوې . د هغې آسونو سره یوځآي زما او رتنا آسونه هم وپلوره اوپه کوم نیک کار کي یی پیسې مصرف کړه . په خداې سوګند، په دې به زما روح په سکون کې شي »
حماد را وګرزید اوبیرته د وینا لورې ته راغې ، دخپلو کالیو څخه یی دنقدو پیسو یوه غټه خلطه را وویسته او دوینا په لور یی لاس ور اږود کړ او ورته یی وویل : « خورې دا له ځانه سره کیږده . په بد وخت کې به دې دا په کار راشی »
وینا شاته شوه او ویی ویل « نه وروره ! زه یی نه اخلم »
حماد نور هم ور مخته شو او ورته یی وویل : « خویندې دورونو په خبره کې ډیل نه کوي … زما سره نورې پیسې ډیرې دي ، دا مې دخپلو مصارفو څخه اضافه کړی اوتاته یی درکوم . که چیرې تا وانه خستې نو زه به داسې وانګیرم چې تا لا تر اوسه پورې زه ددې وړ نه یم بللې چې ورور دې واوسم .»
وینا سمدلاسه ور مخته شوه ، هغه دنقدي پیسو کڅوړه یی راواخسته او په داسې حال کې چې خپلې اوښکې یی وچولې وویل : « هیڅ داسې خبره نه شته ، وروره »
حماد ورته یو ځل بیا تسلي ورکړه او ورته یی وویل : « زما په نشتوالي که ستا دخپل ځان او بابو د مصارفو له پاره څه اړتیا پیدا شوه نو د ابوبکر یا اسماعیل څخه به یی قرض واخلې ،چې زه راشم نو قرض به یی ادا کړم . »
پخوا له دې چې وینا څه ووایی ، زوړ او ډنګر سیوارام په خپل ژړغوني اواز وویل : « مهاراجه ! ته انسان نه یی ، پیغمبر یی ،کاش ….»
سیوارام په خپل ژړغوني اواز باندي کنترول پیدا نه کړ اوالفاظ یی په حلق کې وچ پاته شول . حماد دابوبکر سره خداې پاماني وکړه ،اود اسماعیل سره یو ځآي په بګۍ کې کیناست .
اسماعیل غوایانو ته لښته ورکړه . سیوارام په ډکو سترګو ورته کتل ، « دا به څومره خوشبخته مور اوپلار وي چې دومره نیک او ښکلې ځوان زوې یی په برخه شوې دې . » غوایی ګاډې په باران او تیارو کې ژر د سترګو څخه پناه شو، وینا سلګۍ وهلې اوبیرته خپل کورته ور ننوتله . زوړ سیوارام هم دخپل لنګ په پیڅکه خپلې سترګې وچې کړې ، سر یی ښکته کړ ، کور ته ننوت او دروازه یی و تړله . په درنو درنو قدمونو د پخلنځي په لور روان شو ، هلته وینا ناسته وه او سلګۍ وهلې . دداسې یو انسان سره چې نه یی ورسره کومه رشته درلوده ، نه یی ورسره عقیده اودهرم شریک و د لږ وخت دتیریدو او دهغه انسان دښو اخلاقو پایلې وې چې دوې یی ټول تر خپل اغیز لاندې راوستي و اوپه بیلتون یی ټولو ژړا کوله .
نور په دوولسمه برخه کي