د رایو د پلټنې بهیر د عبدالله د څارونکو په نشتون کې پیل شو
د رایو د پلټنې بهیر د عبدالله د څارونکو په نشتون کې پیل شو
د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د رایو د بیا پلټنې بهیر نن په داسې حال کې پیل کړ چې ډاکتر عبدالله عبدالله ټیم د رایو د باطلولو په کړنلاره د یو لړ ملاحظاتو له امله خپل استازي ددغه بهیر نه د څارنې لپاره د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته نه دي استولي.
دډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنیز تخنیکي ټیم ریس داود سلطانزوی وایی چې د رایو د بیا پلټنې بهیر د ټاکل شوي وخت لږ وروسته نن سهار پیل شو.
ښاغلي سلطانزوی وویل چې دډاکتر عبدالله عبدالله ټیم څارونکي لا ددغه بهیر د څارنې لپاره د پلټنې ځای ته نه دي ورغلي.
دډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز دفتر چارواکو د ډاکټر عبدالله عبدالله او د هغه د ټیم نه وغوښتل چې خپل استازي ددغه بهیر د څارنې لپاره د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته واستوي.
د ټاکنو د دوهم پړاو د رایو د بیا پلټنې بهیر نن د اتو بجو او شلو دقیقو د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د ریس احمد یوسف نورستاني او افغانستان لپاره د ملګروملتونو د هیت دفتر یوناما د مرستیال، دډاکټر احمدزي د څارونکو اود لسګونو نړیوالو او افغان څارونکو په مخ کې پیل شو.
ډ ټاکنو خپلواکه کمیسیون د شنبې په ورځ د رایو د بیا پلټنې بهیرد ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم په غوښتنه د ۲۴ ساعتونو لپاره ځنډولی وو.