ډاکټر اشرف غني احمدزی کندهار ته راغلی
د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزی نن سهار نهه بجې کندهار ته د حشمت خلیل کرزي فاتحې ته راغلی دی.
د هغه سره د کابل او ولايتونو څخه د تحول او تداوم ټيم ځيني لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي.
د ډاکټر اشرف غني احمدزي د راتګ لپاره د نن سهار راهیسي په کندهار کي سخت امنيتی تدابير نيول سوي دي.
هغه د حشمت کلا ته په چورلکه کي راغلی دی.
حشمت کرزي په کندهار کي د تحول او تداوم د ټيم مخکښه څېره وه او دده په مرسته اشرف غني په جنوب کي زياتي رايې ترلاسه کړې.
ویل کیږي،چي د ولسمشرۍ بل نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله به هم نن کندهار ته د حشمت خلیل کرزي د فاتحې د مراسیمو لپاره راسي.
حشمت خليل کرزي د اختر په دوهمه ورځ په خپلي کلا کي د اختر د مبارکۍ پر مهال په ځانمرګي بريد کي ووژل سو.
د حشمت خليل کرزي په وژني د افغانستان په بېلا – بېلو سیمو کي سخت غبرګونونه را وپارېدل، ځکه هغه په سيمه کي يو پياوړي سیاسي او بانفوذ شخص وو.