د ولسمشريزو ټاکنو دواړه کانديدان کندهار ته راغلي

اسدالله زړه سواند | اگست 3rd, 2014


د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي کندهار ته د سفر پر مهال وویل، چي د قومي او مخورو مشرانو وژنه یوه دسیسه ده.
هغه، چي د خپل سيال کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله سره یو ځای په جنوب کي يې د خپل ټيم د پياوړي او بانفوذه مشر حشمت خليل کرزي د فاتحې په مراسمو کي خبري کولې وویل، چي د پښتنو مشرانو وژنه د افغانانو کار نه دي، خو په دې وژنو کي يې د کوم بهرني هيواد نوم ياد نه کړ.
ډاکټر اشرف غني احمدزي حشمت خان يو پیاوړ، مدبر او وطن پرست شخص ياد کړ، چي د قومونو د یووالي لپاره يې زياتي هلي – ځلي کولې.
ډاکټر اشرف غني احمدزي د خپلو خبرو په دوام ټېنګار وکړ، چي د بريالیتوب په صورت کي به د افغانانو یوازنی ارمان یعني سوله راوستل پوره کوي.
د سولې د راوستلو تر څنګ د کندهار د سياسي دريځ او واک پياوړي کول هغه څه وه، چي ډاکټر اشرف غني احمدزي يې ژمنه وکړه.

ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي نن سهار نهه بجې په چورلکو کي د کندهاريانو تسليت ته راغلل.
ددغه کانديدانو د راتګ لپاره د نن سهار راهیسي په کندهار کي سخت امنيتی تدابير نيول سوي دي.
حشمت کرزي په کندهار کي د تحول او تداوم د ټيم مخکښه څېره وه او دده په مرسته اشرف غني په جنوب کي زياتي رايې ترلاسه کړې.
حشمت خليل کرزي د اختر په دوهمه ورځ په خپلي کلا کي د اختر د مبارکۍ پر مهال په ځانمرګي بريد کي ووژل سو.
د حشمت خليل کرزي په وژني د افغانستان په بېلا – بېلو سیمو کي سخت غبرګونونه را وپارېدل، ځکه هغه په سيمه کي يو پياوړي سیاسي او بانفوذ شخص وو.

Copyright Larawbar 2007-2024