کور / تازه خبرونه / غزه: جنګ روان دئ او د یوې مېرمني ۴ ماشومان زېږېدلي – ويډيو

غزه: جنګ روان دئ او د یوې مېرمني ۴ ماشومان زېږېدلي – ويډيو

د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د دوام لرونکي جنګ په جریان کي تر درې ورځني اوربند
دمخه د غزې د الشفأ په روغتون کي د یوې مېرمني څلور ماشومان زېږېدلې دي چي درې یې
هلکوان او یوه يې نجلۍ ده. د بي بي سي د راپور له مخي ماشومان مجموعاً اووه کیلو
وزن لري.

د الشفأ د روغتون ډاکټر باسیل ابو وارده د ټولنیزو رسنیو د ټويټر ويبپاڼي له
خپله ادرسه د يادو څلورو ماشومانو انځور پر لیکه کړئ او لیکي چي که يې څه هم د
ماشومانو مور سخت په تکلیف وه، خو په خېر يې ماشومان وزېږول.



د الشفأ پر روغتون په دوشنبه حمله سوې وه چي له امله یې اووه تنه زخمیان سول.
ډاکټر باسیل له دغه روغتونه خپلي تجربې له نورو سره شریکوي او وايي چي ورځ تر بلي د
عامو وګړو وژني زیاتیږي.

د یوه اسرائیلي عسکر د لادرکه کېدو وروسته د نوموړي د لټون په جریان کي پرون
(شنبه) سهار اسرائیل د غزې په جنوب کي پر رافا نومي سیمه تازه حملې وکړې. د
فلسطین د روغتیا وزارت په وینا په دغه حمله کي لږ تر لږه ۵۵ تنه وژل سوي دي او
سیمي ته د نږدې روغتون کسان او مواد بل ځای ته نقل سوي دي.


په تیرو څو اونیو کي د اسرائیل او فلسطین د جنګ له امله د فلسطین د له منځه تللو
کسانو شمېر تقریباً ۱۴۰۰ کسانو ته رسېدلئ او د اسرائیل خوا ته درې عام وګړي او تر
۵۰ زیات عسکر وژل سوي دي.

منبع: The independent