کور / تازه خبرونه / چين: د زلزلې له امله ۱۷۵ تنه مړه او ۱۳۰۰ نور زخمیان دي – ويډيو

چين: د زلزلې له امله ۱۷۵ تنه مړه او ۱۳۰۰ نور زخمیان دي – ويډيو

د چين په جنوب-لوېديځ کي د زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۷۵ تنه وژل سوي او ۱۳۰۰ نور
زخمیان دي. د زلزلې د شدت کچه ۶،۱ ښودل سوې ده. د امريکا د جیولوجيکې سروې له مخي
زلزله د ”یون نان” نومي ولایت د ژاوتونګ په یوه غرنۍ سیمه کي د ماځيګر پر څلور
نیمو بجو محلي وخت رامنځته سوې ده. د چین د ملي رسنیو راپورونه لیکي چي د تيرو ۱۴
کالو راهیسي دا لومړی ځل دئ چي ياد ولایت دومره سخت ټکان خوري. د یون نان په
ګاونډي ولایتونو کي هم د زلزلې زور حس سوئ دئ.


د چين د کسینهوا نومي ملي ورځپاڼي له مخي شاوخوا ۱۲۰۰ کورونه وران سوي دي.
کسینهوا ته د زلزلې د ژاوتونګ نومي سیمي اوسېدونکی ”ما لیا” د پیښي په اړه داسي
وايي: ”سیمه اوس عیني داسي معلومیږي لکه هغه سخته بمباري چي پر سوې وي. ”

ژغورونکي ډلي سیمه ته لېږل سوي او حکومتي چارواکي د پيښي ځای ته دوه زره خېمې،
درې زره کټان، درې زره کوټونه او درې زره تلتکان ليږي.

تر دې وړاندي په ۱۹۷۰ زېږدیز کال کي د یون نان په ولایت کي زلزله سوې وه چي له
امله یې لږ تر لږه ۱۵۰۰۰ کسانو ژوند دلاسه ورکړ.