کور / تازه خبرونه / د سوات وروستی شهزاده اورنګزیب ومړ

د سوات وروستی شهزاده اورنګزیب ومړ

اسلام ابا دبي بي بي سي د خبر له مخې د سوات وروستی شهزاده میا ګل اورنګزیب د ۸۶ کلنۍ په عمر له دې نړۍ کوچېدلی، او پخپله پلرنۍ هدیره سیدو شریف کې خاورو ته سپارل شوی دی.د سوات وروستی ولیعهد په شاهي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.شهزاده میا ګل اورنګزیب د ۱۹۲۸ کال مۍ په ۲۸ مه د سیدو شریف په ښار کې نړۍ ته راغلی و.هغه په ۱۹۴۸ کال کې پوځ ته شامل شو او په ۱۹۵۵ کال کې متقاعد شو.د پوځي دندې پرمهال میا ګل د پوځ لوړپوړې قوماندانۍ ته د ایوب خان په ملاتړ ورسېد.شهزاده میاګل اورنګزیب د فیلډ مارشال ایوب خان زوم و.شهزاده میاګل اورنګزیب له ۱۹۵۶ نه تر ۱۹۵۸ پورې د لویدیځ پاکستان په پارلمان کې د سوات ایالت استازی پاتې شوی و.نوموړی په ۱۹۷۱، ۱۹۸۵ او ۱۹۹۳ کلونو کې له سوات نه د قومي شورا غړیتوب درلود.له ۱۹۹۷ نه تر ۱۹۹۹ پورې د بلوچستان ایالت مشر و.د ۱۹۹۹ کال د اګست له لسمې نه د ۱۹۹۹کال د اکتوبر تر ۲۴ مې د خیبر پښتونخوا مشر پاتې شوی.له ایوب خان وروسته کله چې یحیی خان د هېواد چارې په لاس واخیستې، هغه تر ۱۹۶۹ کال ورسوته پاکستان کې سوات د یوه ایالت په حیث معرفي کړ.