د خاص روزګان ولسوالۍ د نيولو جګړه پنځمي ورځي ته وغځېدل

اسدالله زړه سواند | اگست 6th, 2014


د خاص روزګان ولسوالۍ د نيولو جګړه پنځمي ورځي ته وغځېدل

د هلمند له سنګين او د کندهار د ژيړۍ ولسوالۍ وروسته وسله والو جنګيالو د جنوب د بل ولايت رزوګان پر خاص رزوګان ولسوالۍ سخته جګړه پيل کړې.

له دې، جګړې نن پنځه ورځي تيږيږي، چي پر مهال يې د وسله والو مخالفينو د څلورو قوماندانانو په ګډون ۴۴ تنه وژل سوي او ۱۵ نور ټپیان سوي.

ځايي امنيتي سرچينې وايي، چي د جګړه کوونکو شمېر تر ۹۰۰ تنو پوري رسيږي، چي د نورو ولسواليو څخه د حشر په ډول راټول سوي، ترڅو خاص رزوګان ولسوالۍ سقوط او تر خپل واک لاندي راولي.

د خاص روګان امنیه قوماندان دوهم څارن قاري نظرمحمد وايي، چي د جنګيالو په ليکو کي د پاکستان د پنجاب جنګيالي هم جنګيږي.

دده په وینا، چي هغوي په سپکو او درنو وسلو سمبال شوي او ځينې سیمې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستلي دي.

قوماندان وايي، چي دغه وسله وال د غزني د ناوې ولسوالۍ څخه راغلي او پر امنيتي پوستو يې بريدونه کړي دي.

دده په وينا، چي دوی د وسله والو د ځپلو لپاره د مرکز څخه د ملي اردو ځواکونه راغلي او د پيل کړو عملياتو پر مهال یې ځينې سیمو د وسله والو مخالفينو بيرته نیولي.

په جګړه کې تيره شپه د توپان او قاري قدرت په نومونو ددې جګړې مسول او مشهور قوماندان هم وژل سوي دی.

افغان امنيتي چارواکي وايي، چې ممکن دغه وسله وال په راتلونکو دوو ورځو کې مات کړي، ځکه پولیسو ته د نورو ځواکونو د رسېدو ترڅنګ وسلې او مهمات هم رسېدلي دي.

په دې جګړه تر اوسه یو ملي اردو سرتېری وژل سوی او د ملي اردو دريو سرتېرو په ګډون یو پولیس ټپي سوی دی.

په ورته وخت کي وسله والو مخالفينو په خاص رزوګان ولسوالۍ کي د خپل پرمختګ يادونه کوي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چي همداوس ( د زمري ۱۶ چهار شنبه ) د یادې ولسوالۍ اړوند د شالې ناوې د متکزو په سيمه کي روانه ده.

هغه دی وايي، چي دولت خپل ټول زور کارولی او آن د مرستې لپاره راغوښتل سوی ځواک يې ماته خوړلې ده.

احمدي په جګړه کي د ګڼو سرتېرو د تلفاتو خبره وکړه، خو د خپل لوري څحه يې د یوه جنګيالي د وژل کېدو او یوه ټپي کېدو خبره وکړه.

Copyright Larawbar 2007-2024