هلمند:په موسی کلا کي، د سنګين په څېر جګړه پيل سوه

اسدالله زړه سواند | اگست 6th, 2014


د سويلي ولایت هلمند څخه خپاره سوي راپورونه وايي، چي په موسي کلا ولسوالۍ کي د سنګين په څېر لسګونو وسله والو حمله کړې ده.

دغه جګړه، چي اوس هم دوام لري، پر مهال يې ګڼو پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چي دغه جګړه تېره شپه ددې ولايت په موسي کلا ولسوالۍ پيل سوې او لا هم دوام لري.

هغه زیاته کړه، چي د جګړې پر مهال زيات شمېر وسله وال وژل سوي او دوو پولیسو د وژل کېدو ترڅنګ درې نور ټپیان سوي دی.

ځواک په دې اړه معلومات ور نه کړل، چي د جنګيالو شمېر څومره او څنګه يې جګړه پیل کړې، خو په وينا يې ولسوالۍ ته يې نور ځواک هم ليږلی دی.

د والي وياند وايي، چي د سنګين او موسی کلا د جګړې توپير دومره دی، چي مخالفين په سنګين کي په لومړي شپه زياتي سيمي تر ولکې لاندي راوستلې، خو په موسي کلا کي يې کوم پرمختګ نه دی کړي.

وسله وال طالبانو هم منلې، چی په موسی کلا کي سخته جګړه پيل کړې.

ددې ډلي وياند قاري یوسف احمدي رسنيو ته په لېږل سوي خبرپاڼه کي ویلي، چي دغه جګړه د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيې قومندانۍ پيل کړې وه، چي تر ماښام پوري یې دوام وکړ.

هغه ادعا وکړه، چي به جګړه کي يې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جنوب نا امني ولي او څنګه ؟

د لسګونو وسله والو مخالفينو لومړنۍ اوږده جګړه د هلمند په سنګين ولسوالۍ پيل سوه، چي پر مهال يې تر ۵۰۰ زیاتي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړول، درې زره کورنۍ يې کډوالي کړې او شنې کروندې او حاصلات يې به باغونو کي وچ سول.

دغه جګړه لا نه وه، ختمه سوې، چي همدغه وسله وال د کندهار د ميوند ولسوالۍ څخه تېر او د کندهار پر ژيړۍ ولسوالۍ يې برید وکړ.

د بريد کوونکو په ليکو کي زيات يې د پاکستان د پنجاب اوسېدونکي وه، چي په سپکو او درنو وسلو سمبال او تر اوسه هم مات سوي نه دي.

د کندهار په ژيړۍ ولسوالۍ کي لا د وسله والو د پرمختګ مخه نه وه، نيول سوې، چي د پنځو ورځو راهيسي د رزوګان ولايت به خاص روزګان ولسوالۍ کي بله جګړه ونښته.

دا جګړه د شاوخوا ۹۰۰ جنګيالو په مټ د غزني د ناوې ولسوالۍ څخه د را اوښتو مخالفينو له لوري پيل سوې او تر اوسه هم په پوره شدید سره دوام لري.

ددې جګړې ټول جزيياتو له رسنيو پټ ساتل کيږي او حالت نورمال وړاندي کيږي، خو برخلاف دواړي خواوو د خپل پرمختګ راپورونه ورکوي.

دا په داسي حال کي ده، چي څو ورځي وړاندي د ملي دفاع وزارت جنوب د افغانستان په اتو زونونو کي امن لرونکي زون یاد کړی وو.

مخکي وسله والو دغه ډول ډله ایز بريد د ډیورنډ کرښې سره پر پرتو ولسواليو کول، خو اوس يې مرکزي ولسوالۍ په نښه کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024