زابل: په بېلا بېلو پېښو کې پنځه تنه وژل شوي دي.

د لراوبر اداره | اگست 8th, 2014


د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي رسنیو ته وویل چې امنيتي ځواکونو وړمه ورځ د زابل د سيوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسر کړل.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

دغه راز فراهي وايي، چې تېر ماښام په اووه بجو د کلات اړونده د خرواريانو په سيمه کې د پوليسو د ګزمې پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

دده په وينا، په دغه چاودنه کې پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى، خو يو ماشوم په کې ټپى شوى و، چې د سختو ټپونو له امله يې په روغتون کې ساه ورکړه.

بله خوا د شاه جوى ولسوال ملک علي طلوع نیوز ته وویل چې ددى ولسوالۍ د باران کلا د ښوونځي ښوونکى امين الله د ناپېژانده وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.

ولسوال زياته کړه، چې دغه ښوونکى لومړى تښتول شوى و او بيا وروسته د يادې ولسوالۍ د ترنک په سيمه کې د سيند پرغاړه وژل شوى دى.

دده په وينا، پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

داپیښي پداسي حال کي کیږي چي دوې ورځي وړاندي دډاپا موسیسې دوه تنه ماین پاکوونکي کارمندان دوسله والو لخوا ترتښتیدلو وروسته ووژل سوه.

Copyright Larawbar 2007-2024