ټاکنیزو ناندريو په کندهار کي ښځې بې دندو کړي دي
په کندهار کي د بشر حقوقو د ښځو د برخې مسولين وايي، چي ټاکنیزې ناندرۍ ددې لامل سوي، چي ښځي کاري فرصتونه د لاسه ورکړي.
ويل کيږي، چي د همدې له امله یو شمېر انجوګاني فعاليتونه درولي او ښځې يې له دندو لیري کړي دي.
مخکې په کندهار کې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د اوږدې پروسې او لانجو له امله اقتصادي او سوداګريزې چارې ستونزمني سوي وې.
د ګمرکي عوايدو، بې کاريو، پيکه بيارغوني او د بيو د لوړوالي ترڅنګ اوس تازه معلومات ښيي، چي دغې پروسې د ښځينه قشر اقتصادي ژوند هم د ستونزو سره مخ کړی دی.
په کندهار کې د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسيون د ښځو د حقوقو څخه د فاع د برخې مشره مزدلفه خان وايي، چي د ټاکنو وړاندي په کندهار کې سلګونه ښځي د انجوګانو او موسيساتو سره په بېلا – بېلو برخو کې په کار بوختې وې، خو دغې لانجمني او اوږدې پروسې له امله دغه موسساتو فعاليتونه ځنډولي دي.
د ښځو د اقتصاد وضعيت په وړاندې د ورته ستونزو دوام او د بې کاري د مېرمنو په وړاندي د تاوتريخوالي د رامنځته کولو ګواښ پېښ کړی دی.
مزدلفه خان ان دا اندېښنه لري، چې دا کار ممکن د ښځو لپاره د تېرو کلونو لاسته راوړني له منځه یوسي.
دا په داسي حال کې ده، چې د کندهار د ښځو رياست مسولينو بيا په دغه ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي نوي ارقام ورکړي وه.
خو د کندهار ښځې نه یوازې ټاکنیزو ناندريو ته د پای ټکي غوښتل غواړي، بلکي د راتلونکي ولسمشر څخه ښځو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په تمه دي.