اشرف غني: که د رايې د تفتیش وروسته بریالی سوم، ګډ حکومت نه منم
واشنګټن پوسټ ورځپاني په یوه تازه راپور کي ويلي، که چيري ډاکټر اشرف غني احمدزي د رایو د تفتيش وروسته تر ډاکټر عبدالله زياتي رايې یوړې، نو ګډ حکومت نه مني.
د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ویلي، چي د جان کيري په منځګړيتوب دده او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ لاسليک سوې توافقنامه په دې معني نه ده، چي ګټونکي به ټول واک د بایلونکي سره شريکوي.
هغه، چي د بهرنيو ورځپانو د ليکونکو سره يې خبري کولې وویل، چي د عبدالله سره يې د واک ویشلو هوکړه نه ده کړې، بلکي دا يې ورسره منلي، چي بريالی کانديد به د ولسمشر له لوري د اجراييه شورا مشر ټاکل کيږي او د ولسمشر د دستور مطابق به دنده ترسره کوي.
ښاغلي احمدزي وويل : ( د افغانستان اساسي قانون رياستي نظام تاييد کړي او د اساسي قانون پر اساس ولسمشر ۲۰ مستقیم صلاحيتونه لري او ۲۱ نور مورده هم لري، څوک، چي ولسمشر سي، ددې صلاحيتونو جواب ويونکی دی.)
ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د تيري جمعې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په حضور کي توافقنامه لاسليک کړه، چي اوس دواړي خواوي يې په تفسير کي د نظر اختلاف لري.
خو ډاکټر اشرف غني په نننۍ ناسته کي واضح کړه، چي که ولسمشر سي، نو ټول صلاحيتونه به په واک کي واخلي.
مخکي ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي وه، که ولسمشر به ځیني صلاحيتونه اجراييه شورا ته ورکوي او دوه کاله وروسته به هغه لومړی وزير ټاکي.
هغه زیاته کړه، چي په لاسليک سوي سند کي د واک وېش ځای سوي او دواړه کانديدان کولای سي، چي ملګري يې په مهمو وزارتونو کي په دندو وګماري.
د راسموسن ګواښ
په همدې حال کي د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن ويلي، که چيري د افغانستان ټاکنيزي لانجې ژر حل نه سي او نوی ولسمشر د بهرنيو ځواکونو د حضور سند لاسليک نه کړي، نو ممکن ناټو مجبوره سي، چي خپل ځواکونه د افغانستان څخه وباسي.
هغه رويټرز خبري آژانس ته ويلي، که چيري په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو لپاره قانوني چوکاټ شتون ونه لري، نو بايد هغوئ د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغانستان پريږدي.
په پام کي ده، چي د ناټو د غړيو هيوادونو تر منځ دغه ناسته د سپټمبر په څلورمه او پنځمه د بريتانيا په ولز کي ترسره سي، چي پر مهال به يې د افغانستان د ټاکنو دواړه کانديدان ګډون ولري