کور / تازه خبرونه / د ناټو لوژستيكي موټر ۹تنه مړه او څلور كسه ټپيان كړل

د ناټو لوژستيكي موټر ۹تنه مړه او څلور كسه ټپيان كړل

چمن
د ناټو ځواكونو د لوژستيكي كاروان د موټر په چپه كېدو د څلورو ماشومانو په ګډون  نهه تنه مړه  او څلور كسه ټپيان سول.
پېښه نن سهار كوږك ته نيژدې د چمن پر بوغرا روډ هغه وخت رامنځته سوه، چي د ناټو په لوژستيكي سامان آلاتو بار ټېلر د سړك د خرابوالي له كبله د مسافرو پر دوو كوچنيو تېرېدونكو موټرانو راچپه سو.
د پېښي له رامنځته كېدو سره سم خلګو مړي را ايستلي دي، خو د لاري د خرابوالي او د موټرانو، د ګډوډۍ له كبله لار د ټرافيكو پر مخ تړلې او روغتون ته د مړو او ټپيانو د رسولو كار له ځنډ سره مخ سو.


د چمن د سيمه ايز روغتون ډاكټرانو له زخميانو څخه د وينو د بهېدو په خاطر  پر عامو خلګو د ويني د وركولو ږغ كړئ دئ.


د چمن پوليس وايي په وژل سوو كسانو كي د يوې كورنۍ څلور ماشومان شامل دي.