حماس اسلامي غورځنګ او اسرائيل سوله سره كوي

34 | جون 18th, 2008



فلسطين:
د حماس د اسلامي غورځنګ مشر ويلي چي له اسرائيلي حكومت سره د سولي تړون به عملي كړي.
تر دې اعلان لږ دمخه اسرائيلي الوتكو په غزه كي شپږ فلسطينيان ووژل.
د حماس د غورځنګ مشر محمود الظهر په غزه كي يوه خبري كنفرانس ته وويل چي د سولي تړون به د پنجشنبې له سهاره عملي كړي.
د حماس له ډلي سره تړلى د فلسطين پخوانى صدراعظم اسماعيل هنيه وايي د سولي دغه تړون به د غزې د پنځلس لكه اوسېدونكو دپاره د خوښۍ زېرى سي او له كبله به يې د اسرائيلو له خوا پر عايداتي بنديزونو باندي مثبت تاثير ولوېږي.
د اسرائيلو صدراعظم يهود المرت وويل چي په غزه او ورسره تړلو سيمو كي د امن د ټينګښت دپاره هر ډول كوښښ كوي.
بلي خوا ته د اسرائيلو په هوايي بريد كي شپږ فلسطينيان وژل سوي چي د اسرائيلي حكومت په وينا دغه كسان د دوى وسله وال مخالفين وه.

Copyright Larawbar 2007-2024