کور / تازه خبرونه / ډبليو بوش، احمدي نژاد او پروېز مشرف بې باوره مشران دي

ډبليو بوش، احمدي نژاد او پروېز مشرف بې باوره مشران دي

 
د امريكا جمهور رئيس جارج ډبليو بوش، د اېران او پاكستان ولسمشران محمود احمدي نژاد او جنرال پروېز مشرف د دنيا په تر ټولو بې باوره مشرانو كي راغلي دي.
په شلو هيوادونو كي ترسره سوې يوه عامه سروې ښيي، چي د نړۍ د غټو يا مطرح مشرانو په منځ كي دوى درې واړه يو په بل پسې د خلګو له بې باورۍ سره مخ دي.
په دغو كسانو كي بوش د۲۳ فيصده، احمدي نژاد د ۲۲ او جنرال مشرف د ۱۸ فيصده رايو په ګټلو په مطلق بې باوره كسانو كي شمېرل كېږي.
سروې ښيي چي په نړۍ كي تر ټولو د باور وړ كس د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانكي مون او دوهم نمبر د اعتماد مشر د روسيې جمهور رئيس پوتين دئ، چي ۳۲ فيصده رايي يې ګټلي دي.