کور / تازه خبرونه / ناټو او افغان ځواكونو عمليات پيل كړل

ناټو او افغان ځواكونو عمليات پيل كړل

 د ناټو ځواكونو وياند مارك ليټي په ارغنداو ولسوالي كي د عملياتو د پيلېدو خبر وركړ، نوموړى وايي د چارشنبې تر غرمې دمخه يې له طالبانو سره جګړه پيل سوې ده، خو د ځاني تلفاتو په باب معلومات نه لري.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي هم د عملياتو د پيلېدو خبر وركړى .
جنرال عظيمي وايي د لوى درستيز جنرال بسم الله خان په مشري يې په سوونو افغان پوځيان كندهار ته لېږلي چي د ارغنداو ولسوالي له طالبانو څخه ونيسي.
د جنرال عظيمي په وينا له افغان پوځيانو سره به د ناټو د هوايي ځواك او پلي فرقې مرسته هم روانه وه.
بلي خوا ته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي طالبان هڅه كوي چي كندهار بېله كومي جګړې ترلاسه كړي.
د احمدي په وينا د ولسي تلفاتو د مخنيوي په خاطر غواړي چي له افغان حكومت سره په ارغنداو كي خپل زور وازمايي او وروسته كندهار ته په غلچكي بريدونو ننوزي.
د كندهار ښاريان وايي د جګړې له امله پر ښار د بېري څپې خپرې دي او كاروبارو په ټپه ولاړ دئ.
ښاريان وايي په تېرو ۴۸ ساعتونو كي يوه دقيقه هم داسي نه ده تېره سوې چي په هوا كي دي يې د الوتكي ږغ نه وي اورېدلئ.
د كندهار امنيه قومندان جنرال سيداغا ثاقب وايي د شپې له ۱۱ بجو څخه د سهار تر ۴ بجو پوري په ټول ښار كي ګرځبنديز دئ.