کور / تازه خبرونه / څلور بریطانوي سرتیري په چاودنه کې وژل شوي.

څلور بریطانوي سرتیري په چاودنه کې وژل شوي.

د بریطانیا ددفاع وزارت اعلان کړی دی چې ددغه هیواد څلور سرتیري د هلمند ولایت د لشکرګاه په ختیځ کې د یو بم د چاودنې له امله وژل شوي دغه وزارت وايي چې چاودنه پری تېره ورځ شوې ده.
دری سرتیري سم دم په چاودنه کې وژل شوي او څلورم یې په روغتون کې تر ټپ وروسته وژل شوی، دا ډول په دی چاودنه کې پنځم سرتیری ټپي شوی دی.
له دی سره د بریطانیا د وژل شويو سرتیرو شمیر ۱۰۶ ته ورسید.