کور / تازه خبرونه / په اسلام اباد کې په زرهاوو پولیس ځای پر ځای شوي

په اسلام اباد کې په زرهاوو پولیس ځای پر ځای شوي

اسلام اباد دبي بي سي دخبر له مخې نن پنجشبنه (اګست ۱۴) د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د حکومت دوه ضد سیاسي ګوندونو د احتجاجي لاریون لړ کې د چمتووالي لپاره زرهاوو پولیس ځای پر ځای شوي دي.د محکمې له لوري محدودیتونو لري کولو له امر سره د سړکونو بندونو لپاره کانتینرونه ایښي او ازغزن سیمونه غځول شوي دي.په اسلام اباد کې ډېری لاري تړلې شوې دي او باران هم وریږي.د عمران خان او مولانا طاهر القادري د سیاسي ګوندونو له لوري د دغه احتجاج مقصد د لومړي وزیر د ګوښه کېدو لپاره پر حکومت فشار اچوول دي.عمران خان وايي، لومړي وزیر نوازشریف د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې د درغلیو له لارې بریا تر لاسه کړې وه. په یوه خبرې غونډه کې ښاغلي خان پاکستاني حکومت ته داسې پیغام درلود:”قانون تاسې ( حکومت ) ته زموږ دمخنیوي حق نه درکوي، خو تاسې همدا کوښښ کوئ. دا غیر قانوني اقدام دی، خو موږ به په شا نه شو، هر څنګه چې وي، موږ به اسلام اباد ته ورسېږو. زه به اسلام اباد کې تر هغې له خپلو ملګرو سره ناست یم، چې غوښتنې مې ومنلې شي”.سې شنبې په ماښام (اګست ۱۲) ولس ته په خطاب وینا کې لومړي وزیر محمد نواز شریف په ټاکنو کې د درغلیو د څېړلو لپاره د سترې محکمې د قاضیانو نه جوړیدونکی یو څېړنیزکمېسیون جوړولو اعلان وکړ.د دغه وړاندیز په غبرګون کې عمران خان وویل، چې اسلام اباد ته به لاړ شي او په دغو درغلیو کې د ښکېل لومړي وزیر د استعفا غوښتنه به وکړي نوموړي لومړي وزیر ته ویلي و،” قضايي کمېسیون به هله جوړ شي چې تاسو استعفا ورکړئ”.د نوموړي په وینا د ازادۍ په ورځ (اګست ۱۴) سهار لس بجې به لاریونیان له لاهوره روانیږي او وايي،”د شریف کورنۍ پاچاهي به ختموي او ريښتونې ولسواکي په رامنځته کوي”.د پاکستان عوامي تحریک ګونده د مارچ انقلاب په نوم خپل لاریون د پاکستان د تحریک انصاف له مارچ ازادي نومي لاریون سره د یو ځای کولو اعلان وکړ.د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علی خان بیا ویلي و، چې حکومت پر قانوني احتجاج اعتراض نه لري او د مارچ ازادي او د مارچ انقلاب په اړه به د محکمې هر ډول پرېکړه عملي کړي.د لاهور سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ په خپله پرېکړه کې د پاکستان تحریک انصاف او د پاکستان عوامي تحریک ګوندونه اسلام اباد کې په غیر قانوني توګه اسلام اباد کې له احتجاج کولو منع کړي و.