کور / تازه خبرونه / کندهار والي: افغان امنيتي ځواکونو وسله وال طالبان سخت ځپلي دي

کندهار والي: افغان امنيتي ځواکونو وسله وال طالبان سخت ځپلي دي

“کندهار، افغانستان- کندهار والي نننۍ امنيتي غونډي ته د خبرو په ترڅ کي وويل، د خوښۍ ځای دی چي افغان امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کي وسلوال طالبان په هر اړخيز ډول ځپلي او هڅه به وکړي چي نور يې هم وځپي.
د نن ورځي امنيتي غونډه چي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ جوړه سوې وه د ملي امنيت په ګډون ، د امنيه قومندانۍ ،د٢٠٥ اتل قول اردو ، د سولي شورا ، د يوناما استازي او د ايساف ځواکونو استازو پکي ګډون درلود.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په پيل کي د ټولو افغان امنيتي ځواکونو هغه هلي ځلي چي په دې وروستيو کي يې د کندهار ښار په ګډون په ځينو ولسواليو کي د امنيت د ټينګښت په موخه تر سره کړي د زياتي ستايني وړ وبللې او ويې ويل، افغان ځواکونو په خپلو سرښندنو او مېړانه وښودله چي په بشپړ ډول له وسلوالو طالبانو سره د مقابلې توان لري.
والي د افغان ځواکونو د ستايلو تر څنګ څو ورځي وړاندي د يو تن امريکايي جنرال د وژل کېدلو پېښه په کلکه وغندله او تر څنګ يې د ايساف ځواکونو د يو شمېر کړونو ستاينه وکړه او ويې ويل، ايساف ځواکونو په پوره همږغۍ له افغان ځواکونو سره د وسلوالو طالبانو د ځپلو لپاره پروخت همکاري کړيده .
کندهار والي امنيتي غونډي ته د خبرو په ترڅ کي دا هم وويل، له ښه مرغه افغان ځواکونو وسلوال طالبان دومره ځپلي چي اوس يوازي په ښار او ولسواليو کي په خپله ګټه د تبليغاتو کار ورپاته دی، خو يادونه يې وکړه چي افغان ځواکونه به يې د الله تعالی په مرسته او ولسي خلکو په همکارۍ ټول پردي او خپل جوړ سوي پلانونه له خنډ سره مخ کړي.
د ملي امنيت رياست له لوري د هغو لاسته راوړنو په اړه غونډي ته معلومات ورکړل سوه چي د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې درلودلې وې، دملي امنيت ځواکونو د ميانشين او ژړۍ ولسواليو په مربوطاتو کي د عملياتو په ترڅ کي دېرش تنه وسلوال مخالفين له منځه وړي، ٥١ تنه يې ژوندي نيولي، پنځه فيره راکټونه، يو د ماين رموټ کنټرول، نهه کړۍ لاسي جوړ سوي ماينونه، يوه عراده سراچه موټر چي له چاودېدونکو توکو ډک و، يو بنډل ثانيه سوز لاين او يوه اندازه خام باروت يې کشف او تر لاسه کړي دي.
د ٢٠٥ اتل قول اردو استازي د خپلو څرګندونو په ترڅ کي د افغان ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو د شومو پلانونو د شنډېدو او د يو شمېر عملياتو په ترڅ کي د ځينو مهماتو د ترلاسه کولو خبر ورکړ. نوموړي وويل، افغان ملي اردو د لومړي او درېيم کنډک د عملياتو په پايله کي چي د کندهار په شاوليکوټ، ميانشين، ژړۍ، خاکرېز او ميوند ولسواليو کي يې تر سره کړل په ترڅ کي يې اوولس وسلوال مخالفين وژلي، دوه تنه يې زخميان کړي او پنځه تنه يې ژوندي نيولي او تر څنګ يې١١٧کړۍ بېلابېل ماينونه، ځيني مختلف الډوله مهمات او وسايل نيولي دي .
افغان ملي پوليسو د تېري اوونۍ په اوږدو کي څلور څلوېښت وسلوال د بېلابېلو عملياتو پر مهال وژلي، شل يې زخميان کړي، دوه تنه يې ژوندي نيولي او ٢٣ تنه شکمن کسان يې نيولي چي اوسمهال ترې پوښتنو ګروېږنولاندي دي.
همدارنګه کندهاروالي پوهاند ډاکټر توريالى ويسااړوندو امنيتي مسئولينو ته هدايت وکړ چې هوايي ډګر او نظامي ځايونو ته نژدي اوسيدونکو ته دي خبر ورکړي چي ځپل کوچنيان نظامي ځايونو ته نژدي پرينږدي چې لوبي وکړي ، او دغير ضروري تګ او راتګ څخه دي ډډه وکړي ،خداى مکړه چي ژونديې دخطر سره مخ نه سي . ”
=================================================
کندهار والي توریالي ویسا پولیسو ته داوښتي مرګ ژوبلي جزیات په خپله رالېږل سوي خبرپاڼه کي نه دي شریک کړي. ددولت ضد وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړه هم څه نه دی ویلي.
دخبر رالېږونکی: دکندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر