روزګان : د ۱۰۰۰ ټنه مېوو د ساتني لپاره سړې خوني جوړي سوې

اسدالله زړه سواند | اگست 18th, 2014


د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي روزګاني پانګه والو ددې ولایت اوسېدونکو ته د هغوی د میوو د ساتلو لپاره سړې خوني جوړي کړې .

په دې سره د روزګاني اوسېدونکو هغه هیلي او غوښتني پوره سوې چي دوی به تل د خپلو مېوو د خرابوالي پر مهال لرلې.

د روزګاني کروندګرو او تازه مېوو هټۍ والو به تل له دولته او ملي سوداګرو څخه غوښتنه کول چي ددوی د تازه اولندو مېوو د ساتني په موخه ورته سړې خوني جوړي کړي.

اوس ددې ولایت په مرکز ترینکوټ کښي د شاوخوا ۱۰۰۰ ټنه تازه مېوو ، سبزیجاتو او حیواني محصولاتو د ساتني لپاره سړې خوني تر جوړېدو وروسته ګټي اخیستني ته وسپارل سي.

د روزګان ولایت د کرهڼي اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مشر سردار محمد الکو د یادو سړو خونو او تر څنګ یې د تازه او لندو مېوو او همدارنګه سبزیجاتو لپاره د مارکېټ جوړېدل په دې ولایت کي د کرهڼي په برخه لوی پرمختګ یاد کړ.

ښاغلي الکو په خپلو خبرو کي د روزګان ولایت د دغه ملي سوداګر څخه مننه وکړه چي د روزګاني کروندګرو د کرهڼيزو حاصلاتو د ښې ساتني لپاره یې سړې خوني جوړي کړي دي.

هغه د خپلو خبرو پر مهال وویل چي په دغه ولایت کي د سړو خونو جوړېدل د کرهڼي په برخه لوی پرمختګ دی او په وینا یې چي ددې ولایت کروندګر به له هغو مالي زیانونو څخه وژغوري، چي وړاندي به دوی ورسره مخ وه.

ددغو سړو خونو څښتن عبدالحلیم وايي چي په دغو سړو خونو کي به ۱۰۰۰ ټنه تازه مېوې او سبزیجات ساتي تر څو د خرابوالي څخه یې مخنیوی وسي.

د هغه په خبره چي په دغه برخه کي به شاوخوا ۳۰۰ بې روزګاره کسانو ته کاري زمینه هم برابره سي.

شاغلی عبدالحلیم وايي چي دغه سړې خوني د روزګان امنیه قومندان مل پاسوال مطیع الله په خپل شخصي لګښټ جوړي کړي دي.

په روزګان کي د تازه میوو او سبزیجاتو یو هټۍ وال ددغو سړو خونو په جوړېدو دېر خوشحاله دی او وايي چي ددغو سړو خونو په جوړېدو سره به یې سوداګري لا ډېر پرمختګ وکړي.

هغه وايي چي څو ورځي وړاندي یې له ګاونډي ولایت کندهار څخه انګور راوړي وه چي د سړو خونو د نشتوالي له امله یې بیا په ۹۵ ٪ تاوان وپلورل.

یو بل تن کروندګر وايي چي ددغو سړو خونو او مارکېټ په جوړېدو ډېر خوشحاله دی او په خبره یې چي نور به یې سبزیجات په مناسب وخت او ښه قیمت وپلورل سي.

دی وايي چي وړاندي به یې سبزیجات په ډېر ټیټ قیمت پلورل ځکه په وینا یې که یې ژر نه وای پلورلي نو کیفیت به یې له لاسه ورکوی او خرابېده به.

دغه کروندګر ویل چي نور به د کوکنارو پر ځای د تازه میوو او سبزیجاتو کرلو ته مخه کړي.

دا لومړی ځل دی چي په دغه ولایت کي د خصوصي سکتور لخوا د کرهڼیزو حاصلاتو د خوندي ساتلو لپاره سړې خوني جوړيږي.

د روزګان ولایت اوسېدونکي وايي چي دا یو ستر اقتصادي پرمختګ دی او د دوی په ټکو چي تر ډېره به په دغه ولایت کي بې روزګاره کسانو ته کاري زمینه هم برابره سي.

Copyright Larawbar 2007-2024