کور / تازه خبرونه / د خپلواکۍ د ۹۵-مي کلیزي رسمي مراسم ترسره سول – ويډيو

د خپلواکۍ د ۹۵-مي کلیزي رسمي مراسم ترسره سول – ويډيو

د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۵-مي کلیزي رسمي مراسم ترسره سول. په دغه مراسمو کي
ولسمشر حامد کرزي، لوړ پوړو حکومتي چارواکو او کاندیدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي
او ډاکټر عبدالله عبدالله ګډون کړئ وو.

ولسمشر حامد کرزي خوښي څرګنده کړه چي د افغانستان د استقلال ۹۵م کال په ډيره
خوښي د هیوادوالو سره لمانځي. دغه راز يې د خپلي وینا په ترڅ کي د ټاکنو پایلي ته
هم اشاره وکړه او په دې هیله دئ چي د ټاکنو وروستی پایله په لنډ وخت کي د
افغانستان په خېر اعلان سي. د جمهور رئیس حامد کرزي بشپړه وینا په لانديني
ويډيويي ټوټه کي کتلائ سئ.



د لراوبر ويبپاڼي اداره ټولو ګرانو هیوادوالو ته د افغانستان د آزادی د ۹۵-مي
کلیزي په مناسبت مبارکي وړاندي کوي. د یوه آرام، شتمن او سوکاله افغانستان په
هیله



غازي امان الله خان د ۱۸۹۲ میلادي کال د جون پر لومړۍ نېټه چي د
١٣٠٩هـ ق كال سره سمون خوري د كابل په پغمان كي زېږېدلئ دئ. نوموړی د امير حبيب
الله خان زوی، د امير عبدالرحمن خان لمسی، د امير محمد افضل خان كړوسى او د امير
دوست محمد خان كودى دئ. د امان الله خان مور سرور سلطانه بېګم نومېده.


د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی ارواښاد غازي امان الله خان له ١٩١٩
زېږديز کاله تر ١٩٢٩ میلادي کال پوري د افغانستان یو داسي ځانګړی پاچا تېر سوئ دئ
چي په ١٩١٩ میلادي كال يې د افغان غیرتمن ولس په ملاتړ انګرېزان له خپلي خاوري
شړلي دي او وتوانيد چي يو خپلواك او سرلوړى حكومت جوړ کړي.


نوموړي د ۱۹۶۰ زېږدیز کال د اپريل پر ۲۵-مه نېټه په سویس کي له دې
نړۍ وکوچېد او په جلال آباد کي خاورو ته وسپارل سو.


د نن د ورځي د رسمي مراسمو ویډيويي ټوټه او څو انځورونه







د نن د ورځي د ويډيو او انځورونو منبع: د جمهور رئیس د ویاند
دفتر، د مطبوعاتو ریاست