کندهار:د خپلواکۍ د ساتلو پوره وړ تیا لرو

اسدالله زړه سواند | اگست 19th, 2014


د هېواد د خپلواكۍ پنځه نويمه كليزه په كندهار كې د دوه سوه وپنځم اتل قول اردو په قرار گاه كې په ځانگړو مراسمو سره ولمانځل سوه .

په دې مراسمو كې د اتل قول اردو قوماند ا ن جنرا ل عبدالحميد حميد وويل چې موږ دا مها ل د خپلې خپلواكې دساتنې لپاره پوره چمتووالى لرو او په دې برخه كې موشهيدان وركړي او ډېر پرمختگ مو هم كړى .

نوموړی وايې تر دې وروسته د افغانستان ملي اردو د افغانستان د خپلواکي د ساتلو پوره وړتیا لري.

دكندهار يوه تن ديني عالم پر راتلونكي ولسمشر ږغ وكړ چې د هېواد د خپلواكې د ساتنې په موخه بايد په هېواد كې د ملي وحدت ، ورورولې او اتحاد د ساتنې روحې ته پاملرنه وكړي .

ديادونې وړ ده چې لكه څنگه چې ښايي په كندهار كې د خپلواكې ورځ ونه لمانځل شوه او يواځې په دې ولايت كې دملي اردو دمېشتو ځواكونو لخوا دا ورځ ددې قوماندامې په انگړ كې ولمانځل شوه .

Copyright Larawbar 2007-2024