کور / تازه خبرونه / افغان امنیتي قواوي تر اټکل سوي بودجې لا زیاتو پیسو ته ضرورت لري

افغان امنیتي قواوي تر اټکل سوي بودجې لا زیاتو پیسو ته ضرورت لري

د ناټو هیوادونو اتحاد سرمشریزي غونډي ته چي د راتلونکي عیسوي میاشتي سیپتامبر په څلورم او پینځمه نیټه د انګلیستان په هیواد کي جوړیږي د افغاني لوري د وړاندیزونو یوه کمیټه جوړه سوی ده ، چي مشري یی د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مالیی وزیر ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال کوي . د نوو وړاندیزونو په کتار کي یو هم د افغانستان د امنیتي ادارو د مصارفو تمویلول دي . ښاغلي زاخیلوال نن په یوه مطبعاتي کنفرانس کي خبریالانو ته وویل چي د ناټو غړو هیوادونو د شیکاګو په کنفرانس کي د افغانستان د امنیتي ادارو لپاره تر دوه زره څلورویشتم کال پوري ، هر کال څلور اشاریه یو ملیارد ډالره مرسته اعلان کړی وه ، اوس چي د افغانستان د امنیتي ځواکونو تعداد تر پنځو لکو اوړي ، لازمه ده چي ناټو زموږ سره د کاله له 5،50 څخه تر 6،00 ملیارده ډالرو پوري مرسته وکړي .
زاخیلوال همدارنګه د ټولټاکنو پروسیی د ځنډ له امله خفګان وښود او ویی ویل چي موږ لا د افغانستان له بودجې څخه د درو نورو میاشتو لپاره د دولت د مامورینو معاشات ورکولای سو ، که چیري د ټولټاکنو برخلیک ژر معلوم نه سي دا به د ټول افغانستان لپاره لوی زیان وي .