کور / تازه خبرونه / په هند کي د یوه ماشوم هر لاس ۸ کیلو وزن لري – ويډيو

په هند کي د یوه ماشوم هر لاس ۸ کیلو وزن لري – ويډيو

په هندوستان کي یو اته کلن ماشوم کالیم د خپلو ډيرو درنو لاسونو څخه سخت په تکلیف
دئ. لاسونه يې شاوخوا ۳۰ سانتي متره غټوالی لري او د برتانوی ‘د سن ډې ایکسپرېس’
د ويبپاڼي د راپور له مخي يې هر لاس اته کيلو وزن لري، چي د دواړو لاسونو وزن
يې ۱۶ کیلو ګرامه کيږي.

په هند کي ډاکټران د کالیم لاسونو ته هک پک پاته دي او نه پوهیږي چي د دې لامل
به څه وي. د کالیم د مور په وینا د کالیم لاسونه تر زوکړي وروسته د نورو ماشومانو
د لاسو په پرتله خورا غټ او درانه وه. دا چي د کالیم کورنۍ د اقتصادي ستونزو
سره مخ ده، نو د دغه ناروغی د فوق العاده تداوي لپاره کم امکانات لري.


د کالیم د پلار په وینا زوی يې په خورا ستونزمن ډول جامې اغوندي
او د اغوستلو پر مهال باید مرسته ورسره وکړي. زوی يې دغه راز د ډوډۍ خوړلو پر
مهال هم مرستي ته ضرورت لري.
کالیم ښوونځۍ ته تلئ، خو دا چي همزولي به
يې له لاسونو ډارېدل او یا به يې دی په تکراري توګه ځوروئ، نو نور ښوونځۍ ته
نه ځي.


کورنۍ يې په دې امید ده چي له یوې لاري د کالیم د ناروغی د تدواي لپاره کافي
اندازه پیسې ټولي کړي، څو وکولائ سي چي د زوی د ناروغۍ غم وخوري.


د ویډيو او انځورونو منبع: BARCROFT