کور / تازه خبرونه / د اصلاحاتو او همپالني د ټیم مشرتابه غونډه روانه ده

د اصلاحاتو او همپالني د ټیم مشرتابه غونډه روانه ده

همدا اوس په پلازمینه کابل ښار کي د اصلاحاتو او همپالني د ټیم مشرتابه سره راټول سوي دي تر څو د ټولټاکنو او سیاسي جوړجاړیو جاج واخلي . په غونډه کي له احساساتو ډکي بیانیی ورکول کیږي ، د ټاکنو کمیسونونو ته اخطارونه ورکول کیږي او حکومت په درغلیو متهم ګڼل کیږي . هر ویناوال د بهرنیو هیوادونو لاس وهني ته ګوته نیسي خو د لاډیرو بهرنیانو د څار او پلټونو غوښتنه کوي . ټول ویناوال په یوه خوله د ټولټاکنو دواړه کمیسونونه ، د افغانستان اوسنی حکومتي اداره او د دوی په وړاندیز راغوښتل سوي نړیوال څارونکي د رایو په شمیرنه او پلټنه کي په درغلی تورنوي او نه یی مني . په ټولو ویناوالو کي یوازي ګل اغا شیرزي د دواړو نوماندانو جوړجاړی وغوښت او د افغان مخورو څخه یی وغوښتل تر څو د ملي وحدت د حکومت په جوړښت کي له دواړو نوماندانو سره مرسته وکړي ، دوی سره کښینوي او تر منځ یی یوه سمه لار راوباسي .
ښاغلي محقق وویل ، څرنګه چي موږ وعده کړی وه ستاسو له رایو څخه دفاع کوو نو ځکه مو نړیوالو ته مخه ګړل او هغوی راغلل . ښاغلي محقق بیا هم هغو رایی ورکړو پښتنو ته د پسونو خطاب وکړ چي د دوی رقیب ټیم ته یی رای ورکړی ده او هغه یی اوس د نړی په ادبیاتو کي یو نوی نړیوال لغت وباله . محقق وویل چي دوی ټولټاکني ګټلي دي او د مخالف ټیم څخه هیله کوی د دوی بری ومني او راسي د اجرایه پوست چي د یوه تړون په ترڅ کي لاسلیک سوی دی ، ونیسي .
غونډه د اصلاحاتو او همپالني د فکري لاري ملاتړ ټلویزیون ( طلوع ) له لاري په ژوندی بڼه خپریده .
سیاسي کارپوهان په دی اند دي چي د اسلامي جمعیت ، نظار شورا ، او د دوی د فکري لاري ملګرو کله چي ولیدل ، نه هغه د دوی په وینا ګسترده تقلب سوی او نه هم د دوی بریالیتوب حتمي سوی دی ، په دی ډول غواړي اشوب رامنځ ته کړي او د ثبات د له منځه وړلو د ډار په ډرامه کي سیاسي امتایازات تر لاسه کړي .