کور / تازه خبرونه / د زابل سیمه ييز مقامات وايي چي پر ښهرصفا ولسوالۍ يې د هغه برید مخه نیولې

د زابل سیمه ييز مقامات وايي چي پر ښهرصفا ولسوالۍ يې د هغه برید مخه نیولې

د زابل سیمه ييز مقامات وايي چي پر ښهرصفا ولسوالۍ يې د هغه برید مخه نیولې چې وسله وال طالبان د حشر په ډوله نورو ولایاتو څخه ورته را غونډ شوي وو .
د زابل امنیه قومندان جنرال غلام سخي ( روغ لېوني ) نن خبریالانو ته وويل چي د پټو استخباراتي معلوماتو پر اساس يې هغه وسله وال تیره شپه په نښه کړل چي په یوه کلي کې يې د برید پلان جوړاوه .
دی زیاته وي چي پدغه پېښه کې ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي .
د زابل امنیه قومندان وايي چي پدې وروستیو کې د هلمند او کندهار له ځینو سیمو څخه وسله وال د زابل ځینو سیموته ورغلي او غواړي چي په نا امنیو باندي لاس پوري کړي .
هاخوا خپله وسله والو طالبانو د ښهرصفا په پوځي عملیاتو کې د خپلو ۲ ملګرو وژل کیده تائید کړي او د ۶ حکومتي عسکرو د وژل کیدو ادعا يې هم کړې .

صدیق الله پوپل