کور / تازه خبرونه / پېښور کې د باران له امله شپږ کسان مړه شوي

پېښور کې د باران له امله شپږ کسان مړه شوي

اسلام ابا :دبي بي سي د خبر له مخې د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې د توپانيا اورښت له امله کورنه او لوحې وغورځیدې چې له امله یې ۶ کسان مړه شوي او ۳۱ ټپیان دي.د پیښور حیات اباد سیمې روغتون چارواکي وویل، د سخت اورښت له امله د وژل شو ۶ کسانو مړي روغتون ته راوړل شوي دي.د دوی په وینا په وژل شو کسانو کې څلور ماشومان او یوه مېرمنه شامله ده.نوموړي زیاته کړه چې د دوو وژل شویو ماشومانو عمر تر څلورو میاشتو وو او دوو نور پنځه میاشتې عمر درلود، دوی وویل، دغه کسان د کورنو، دیوالونو او لوحو د نړیدو له امله وژل شوي .پولیس چارواکو په وینا، په پښور کې توپاني اورښت ډیری زیانونه په حیات اباد، ناصر باغ او ریګي للمه سېمو کې رامنځ ته کړي دي.تیره اوونۍ هم په پیښور کې د بارني توپان او تندر له امله ډیرې ودانۍ ونړیدې چې لږ تر لږه ۱۸ کسان په کې وژل شوي وو او ۷۱ کسان په کې ټپیان وو، په وژل شو کې پنځه ماشومان او درې مېرمنې شاملې وې.په پیښور کې د سخت توپان او اورښت له امله نوتیه، صدر، وزیر باغ فقیراباد، لاهوری کیټ او دیر کالونۍ کې ودانۍ نړېدلې وې.د تیز توپان له امله د بریښنا ستنې او ونې چپه شوې وې چې په ترڅ کې بریښنا او د تک را تک لارو ته ډېر زیان اوښتی وو.