کور / تازه خبرونه / پنځه وسلوال طالبان ووژل سول

پنځه وسلوال طالبان ووژل سول

پنځه وسلوال طالبان ووژل سول .
دکندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو دقومندانۍ څخه خپره سوې خبرپاڼه ليکي ، چي په زابل ولايت کي يې دعملياتو پرمهال يوشمېر وسلوال طالبان وژلي دي .
خبرپاڼه ليکي ، ياد عمليات ، چي دزابل په ارغنداب او شهرصفاولسواليو کي ترسره سوي ، پرمهال يې پنځه تنه وسلوال طالبان وژل سوي او ۳۷ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه ، چي وسلوالو طالبانو پر سړکونو ځای پرځای کړي وو کشف او شنډ کړي دي .دخبرپاڼي په وينا د غه راز ددوئ ځواکونو دکندهار په سپين بولدک ، پنجوايي ، ژيړۍ او ميوند ولسواليو کي هم عمليات ترسره کړي ،
چي پرمهال يې دوه ميله کلاشينکوفونه او ۴۰ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه کشف او خنثی کړي دي .