کور / تازه خبرونه / خوست: څلور سرحدي پوليس وژل شوي

خوست: څلور سرحدي پوليس وژل شوي

د خوست ولايت د عليشېرو په سرحدي  ولسوالۍ کې د پوله ساتونکو پوليسو په يوه موټر بمي چاودنه شوې،  چارواکي وايي چې له امله يې څلور سرتيري ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
د خوست په ولايت کې د سرحدي پوليسو د دويمې لوا يوتن قوماندن شېراحمد کوچى وويل چې ډيورنډ پولې ته څېرمه د دغه ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د  ابوخانې کلي ته ورڅېرمه سيمه کې د دوى  پوليس په ګزمه بوخت وو چې په موټريې بمي چاودنه وشوه، د ده په خبره چې له امله يې څلور سرتيري وژل شوي اودوه نورټپيان شول.
 د  دولت مخالف وسله وال طالبان وايي چې دغه بمي بريد دوى کړى او ادعاکوي چې ترلسو پورې سرتيري پکې وژل شوي دي.