پکتيا:د سرک جوړوني په شرکت بريد شوي

35 | جون 18th, 2008


 ناڅرګندوکسانو د چارشنبې په شپه  د پکتياد غلګۍ په نوم سيمه کې د خوست او ګردېزترمنځ د غځيدلۍ لارې جوړولو په شرکت بريد کړى.
 د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په دې پېښه کې د شرکت يوتن افغان ساتونکى وژل شوى او يوبل ټپي شوى دى، د چارواکو په خبره د پېښې په ځاى کې د بريد کوونکو وينې ليدل شوي او هغوى ته هم مرګ ژوبله ور رسيدلې، تر دې دمه چا د دې پېښې مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى.

Copyright Larawbar 2007-2024