ارغنداب : د ملي اردو دوه سرتیري او ۲۳ طالبان وژل شوي.

رحيم ګل څاروان | جون 18th, 2008


وروستي رپورټونه په ډاګه کوي چې د کندهار ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې د روانې جګړې له امله دری ویشت وسلوال طالبان وژل شوي او دوه د ملي اردو سرتیرو هم ژوند له لاسه ورکړی. د ملي دفاع وزارت په خپری شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ارغنداب کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې دایساف ځواکونو هوايي بمباري کړې چې شل طالبان پکې وژل شوي او دری نور طالبان بیا له ملي اردو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي. بل لورته د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا رسنیو ته ویلي چې دوی دکندهار ښار یو شمیر ځانمرګي استولي تر څو د ملي اردو او ایساف په ځواکونو بریدونه وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024