پكتيا: په زرمت كي د كلينيك وداني جوړه سوه
پرون د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالي كي د يوه كلينيك وداني ګټي اخيستني ته وړاندي سوه.
د وداني د پرانيستني پر مهال د پكتيا والي جمعه خان همدرد په خپله وينا كي وويل، په دې كي شك نسته چي پكتياوال له روغتيايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو د دې كلينيك په جوړېدو به د دې سيمي څه ناڅه روغتيايي ستونزي اواري سي.
د پكتيا د والي وياند روح الله سمون لر او بر ته وويل د كلينيك لګښت د ۱۱۶۰۰۰ ډالرو په اندازه د ولايتي بيا رغوني د ټيم له خوا وركړل سو، چي په درو مياشتو كي تكميل سو.