کور / تازه خبرونه / طالبانو د دلارام د بريد مسوليت ومانه

طالبانو د دلارام د بريد مسوليت ومانه


په هغه ځانمرګي بريد كي چي نن له غرمې مخكي د فراه ولايت په دلارام ولسوالي كي پر بهرنيو ځواكونو ترسره سو، طالبان ادعا كوي چي ۱۴ تنه بهرني عسكر يې پكښي وژلي دي.
خو د فراه ولايت امنيه قومندان خليل الله رحماني د طالب وياند قاري يوسف ادعا ردوي او وايي آيساف ته پكښي كوم تلفات نه دي رسېدلي، يوازي دوه تنه لارويان يې له امله وژل سوي او لس نور ټپيان سوي دي.
طالبان وايي دغه بريد د محمدعمر په نامه يوه طالب ترسره كړ.