کور / تازه خبرونه / عوامي نيشنل: له طالبانو سره ترسره سوى تړون نافد دئ

عوامي نيشنل: له طالبانو سره ترسره سوى تړون نافد دئ

د عوامي نيشنل ګوند صوبايي مشر افراسياب خټك وايي د سوات د امن تړون به پر خپل ځاى پاته وي او د شرعي نظام د ټينګښت دپاره يې يوه مصوبه هم جوړه كړې ده.
افراسياب خټك وويل د سوات د سوله ايز تړون د له منځه تلو په باب په مطبوعاتو كي خپاره سوي خبرونه ټول دروغ دي.
د ښاغلي خټك په وينا د سوات سوله ايز تړون طالبانو او حكومت دواړو ته د منلو وړ دئ.
بلي خوا ته د پاكستان په كابينه كي د عوامي نيشنل وزير بشيراحمد بلور په ملكنډ ايجنسي كي هم د شرعي نظام د جوړېدو ژمنه كړې.
نوموړي ويلي چي كه څه هم ځيني قوتونه له طالبانو سره د سوله ايزو تړونونو د له منځه تلو هڅي كوي، خو د پښتونخوا ايالت حكومت له طالبانو سره لاسليك سوي تړون ته په تمامه معنا ژمن دئ.