کور / تازه خبرونه / كاناډا: د ريلوي ټرافيكو اته بمونه شنډ كړل

كاناډا: د ريلوي ټرافيكو اته بمونه شنډ كړل


كاناډايي چارواكو خبر وركړ، چي د دغه هيواد د اورګاډو ټرافيكو په دوو ځايونو كي د اتو بېلابېلو بمونو په شنډېدو د يوې لويي فاجعې مخنيوى وكړ.
پوليس وايي د كاناډا په لوېديځ ښار لګار كي د اورګاډي يوه كاركوونكي د بم په اړه خبر وركړ، چي كله پوليس ورغلل دوه بمونه يې خنثى كړل، وروسته پوليسو نوري پلټني هم وكړې، چي  شپږ نور بمونه يې پيدا كړل.
د اورګاډو مسولين وايي ښايي دغه بمونه په يوه ځنګلي سيمه كي ريل ګاډۍ ته غورځول سوي وي، خو دا چي پوليس پر وخت راورسېدل د يوې غټي تباهۍ مخنيوى يې وكړ.